عناب گل ته دمباره كۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18409
م.جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-05-20

 عناب گل ته دمباره كۍ پيغام

 
د لويې پكتيا د فرهنگي ټولنې او په جرمني كې د افغانانو د كولتوري ټولني په استازيتوب زه محمدامين بسـمل  د افغان محاظ د مړۍ كرښې اتلانو، كنـدوزي وروڼواود هلمند د غيرتي وروڼوترڅنگ خوږو فراهــي وروڼو ته هم د زړه په مينه د دوى دخوږو(ريدي گل،هلمندسينداو عناب گل) د مشاعرو مباره كي وايم البته زموږ پكـتياوال ځكه وبښئ چې، زموږ د شهيد فضل الرحمن څمكني صاحب دغم ټغرلانه دى ټول شوى ځكه خوموږ ونه شواى كړلاى چې، په خپل وخت د مباره كي پيغـام در كړوپه هرصورت اوس هم وخت لا نه دى تېرهيله ده چې، زموږ پيغام به اوس هم ثمربخـش اوبختور وي موږ په خپله پلــرنۍ توره سوگند يادوو چې، ستاسو د فرهنگي هڅو ملاتړ به كوو او په هرحال به ستاسو په خدمت كې اوسو د يادولو وړ ده چې نن لويه پكـــتيا د تورې ترڅنگ قلم هم په لاس كې لري اوپخوا يې هم درلود خو يوشمېربخيلانوسترگې پرې پټې وې اوس چې، موږ د نښتري ډېوو روښانه مشعل په مخكې لرو، څوك نور راته نه شي خنډېدى ځكه خوپه ډاډه زړه تاسوته وعده دركووچې، موږ له تاسوسره هرډول مرستې ته تياريو اوپه ډېره مينه تاسود رنگينواوښايسته گلانو په څېر په دا لاندې شعر كې د يو ښكلي اميل په شان داسې را ټولوو:


                                                         صـــــنم راغى


عناب گلـــــــه رنگ د جار شـــــــم له وږمو ســره راځه ** غاړه وركړه د هلمنــــــــــــــــد ســيند له څپو سره راځه


په خيالــــــــــي زابل راواوړه د بـــادام گلـــــــــونه راوړه**نښــــــــــ ــتري پكـــــــــتيا ته بيا لــــه پسـرلو سره راځه


خوست ته هم ورشه چنــــــــار لاندې دمه وكړه گرمي ده**په لوگـــــــــــر څنځلې گل شوې له نغمـــــــــو سره راځه


دمڼو گلان چې هېر نه كړې راواوړه م يــــــــــدان ښار ته**نارنـــــــــج گل مې سپړېدلــــــي اميــــــــــــــلو سره راځه


نازنين امېل تېر راوړه چې جانان مې پرې پســــول كـــړم** گــــــوره راز به مې پټ ســــــاتې له رمزو ســــره راځه


په بـــــدل كې به يې داسې ښايســــــــــته زېرى زه دركړم** په كندوز كې ريـــــــــــــــدي وزو له تحف ــــو سره راځه


اى بســـــــــمله نن دې بيا څومره گلان لاس كې نيولــــي** صـــــنم راغى هلـــــــ ــــه ژر شه لـه غونچو سره راځه