ټاکل شوې ده چې د مۍ د مياشتې په اته ويشتمه
نېټه به د آلمان د بن ښار په پوهنتون کې د پښتو ژبې او د دغې ژبې د تاريخي تکامل او خپلوۍ په اړه يوه په زړه پورې م
اله وړاندې شي. د دغې مقالې په ترڅ کې به آلمانی ژبپوه ښاغلی زبستيان „زمری“ هاينه د پښتو څېړنو په برخه کې خپلې
نوې او په زړه پورې نتيجې وړاندې کړي. په دې لړ کې په تېره بيا د پښتو او اوستا تر منځ اړيکې څېړل کېږي. اوستا د زردشت
ژبه گڼل کيږي چې درې زره کاله وړاندې په افغانستان کې ويل کېدله. له ټولو آلمان او اروپا مېشتو افغانانو څخه په د
نښت هيله کېږي چې په دغه غونډه کې گډون وکړي.
وخت
د مۍ د مياشتې اته ويشتمه نېټه (28. Mai) ، د ماپښين پاو
باندې (پاو بالا) درې بجې تر پاو باندې څلورو بجو پورې (15.15 bis 16.15 Uhr)
ځای
د آلمان د بن ښار په مرکز کې د بن
پوهنتون د عمومي ودانۍ په دوهم نمبر تالار کې
پته
Universität Bonn, Am Hof 2-3, Bonn, Germany, Hörsaal 2