دملي امنيت د رياست دمطبوعاتي دفتر اع اميه
دبلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي يو تن زدکړيال پرويز کامبخش د نورو مح صلانو ترمنځ په اسلام کي له ښځي سره د دښمني په باره په مقاله کي د جملو د تکثير ويشلو او په هغو کي د زياتوالي په تور اووه مياشتي مخکي د سيمه ئيزي محکمي له خوا اسلامي م دساتو ته دسپکاوي تور ورباندي ولګول شو . سيد پرويز کامبخش د علني محکمي په غونډو کي له ح اضريدو وروسته دخپلو څرګندونو په ترڅ کي چي په ده پوري د اړوندي پيښي د څيړنو په خاطر جوړي شوي وي ددي لپاره چي خپل پخواني اعترافونه باطل او ځان ته برائت ورکړي دبلخ ولايت دملي امنيت درياست په موظفينو باندي يي دده د اعترافونو په اخستلو کي د ناوړه چلند او د ځورني د عملي کولو تور لګولي دي دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر په دي ترڅ کي چي دغه ادعا په بشپړه توګه ردوي هغه بيخي د وغ بولي او يادونه کوي . پرويز کامبخش دبلخ ولايت دملي امنيت په رياست کي د شکمن په توګه نه ب کي دبلخ دوالي له لارښووني سره سم د ميلمه په توګه د ده دورور له خوا دغه رياست ته وغوښتل شو چي ددغي بلني علت دده له خوا دترسره شوي عمل په وړاندي د قهر جنو محصلانو د اقداماتو او غبرګونونو په وړاندي دکامبخش د سر او سلامتيا ساتنه وه ان داچي دبلخ ولايت دملي امنيت درياست مش تابه له قانوني لاري د پيښي د دسوله ئيز حل کولو او د اعتراض کوونکو د قهر د کنترولولو په خاطر د عمل نوښت وکړ په خپله دمحصلانو له استازو سره خبري وکړي . لکه څنګه چي کامبخش ادعا کړي د ه له ده څخه دبلخ ولايت دملي امنيت په رياست کي تحقيق نه دي شوي بلکي دبلخ پوهنتون د محصلانو له خوا وړاندي شوي سندونه او شواهد چي دي يي اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي معرفي او تورن کړي ترلاسه کړي او دابتدائيه دوسيي په ترڅ کي يي د څيړني او د تحقيق د بهير د بشپړولو په خاطر دبلخ ولايت دملي امنيت څارنوالي ته سپارلي دي . دغه ادعاګاني په داسي حال کي طرحه کيږي چي په م رکز او ولايتونوکي د ملي امنيت دلوي رياست موظُفين له تورن څخه د تحقيق په بهير کي چي ان په تروريستي او ځانمرګو فعاليتونو کي يي ونډ ه درلوده د هيواد د نافذو قوانينو او مقرراتو له مخي او دبش د حقوقو دکنوانسيونونو د رعايتولو او دملګرو ملتو دسازمان او مدني ټولنو د پريکړه ليکونو له په پام کي نيولو سره عمل کړي دا عترافاتو د ترلاسه کولو په خاطر په تور ن باندي هيڅ راز فشار او ځورونه نه عملي کوي دملي امنيت لوي رياست دکامبخش له خوا طرحه شوي اد عاګاني دروغ او هغه له حقيقت څخه لري بولي .