د بینوا ویب پاڼي مشر تابه هیت او زمونږ د کور دننه او بهر میشت همکاران د وتلي خبریال عبدالصمد روحاني په مړینه خپل ژور خفګان څرګندوني او خدای بښلي وحاني ته د لوی رب له درباره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.عبدالصمد روحاني چې د خبریالۍ،فرهنګ او ادب په برخه کې یې نه هیریدونکي هڅي کړي تشه به یې تل د پښتنو خبریالانو په مینځ کې محسوسه وي . نوموړي په ډیرو سختو او جګړیزو حالاتو کې له ناکراره ولایت هلمند څخه رپوټونه ورکول او د هلمند ولایت د خلکو هغه ستونزي یې د نړیوالو غوږو ته رسولي کوم چې د بیلا بیلو ډلو له خوا ورسره مخا مخ دي. د هلمند د دې باتور بچي شهادت دې مبارک وي. د بینوا ویب پاڼي کارکونکي د خدای بښلي روحاني د مړیني خبر سخت متاثر کړي او ورته د لوی خدای له دربار څخه د جنت مطالبه کوي.