; چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه
&nbs p; & nbsp; داسې مړه شه، چې ته خاندې خلک ژاړي
((څرک مدني او کولتوري ټولنه )) د افغان ژورناليست او يکوال عبدالصمد روحاني ناځوانمردانه وژنه غندي او قاتلانو ته يې د سختې جزا غوښتنه کوي. عبدالصمد روحاني د جګړه ييزې خبريالۍ د ډګر هڅاند ژورناليست واو تل يې په خپلو رپوټونو کې بې پريتوب ساته. د هغه شهادت د ژورنا يستانو کورنۍ ته يوه نه جبرانېدونکې ضايعه ده. د بيان د ازادۍ دښمنان نه غواړي افغان ولس له حقايقو خبر شي، ځکه خو تل د حقيقتونو د بربنډتيا مخنيوى کوي.
خداى دې ده ته جنت او پاتې کورنۍ ته يې د زړه صبر و کړي
انالله و انا اليه راجعون
څرک مدني او کولتوري ټولنه- کابل
--------------------------------------------------------------------------------------
لوګر فرهنګي ټولنه د زلمي ژورناليست عبدالصمد روحاني پر وژنه خپله ژوره خواشيني ښيي. ارواښاد روحاني يوازې ژورناليست و او سروکار يې له خبر او پېښې سره و. هغه په خپلو رپوټونو کې د هيڅ اړخ پلويتوب نه کاوه. موږ په داسې حال کې ، چې د ارواښاد روحاني وژنه غندو، نوموړي ته له خدايه فردوس جنت او پاتې کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو.
لوګر فرهنګي ټولنه- پل ع م