د خپلواکۍ د فرهنګي مرکې د خواشینۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18806

دخبریدو نیټه : 2008-06-09

د ځوان ژورنالیست ( روحاني ) د ترور له امله د خپلواکۍ د فرهنګي مرکې د خواشینۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د بي بي سي را یو ځوان  اوتکړه ژورنالیست عبدالصمد روحاني  په هلمند ولایت کې د قلم او د بیان د  خپلواکۍ د دښم نانو  په ګولیو وژل شوی او د شهادت لوړه مرتبه یې ترلاسه کړه ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) .
موږ په دې توګه د ارواښاد روحاني کورنۍ او دوستانو سره خپله غم شریکي اعلانوو او دوي ته د تسلیت تر څنګ د زغم  او جمیل صبر  هیله لرو .
د ارواښاد روحاني پر وژنې د تورتم استازو وښوده چې  دوي لا هم  نه یوازې د رښتیا ویلو له  مخکښانو ویریږي  چې دا یې هم وښودله او پخپله یې څرګنده کړه چې تل د بې وزلو ، خوارو او غیر پوځي  وګړو وینه د همدوي پر کرغېړن لاس  تویږي .تر دې به بل لوی جنایت نه وي چې د یو بې وزلي ژورنالیست او لیکوال  پر وینو تویولو دې  لاسونه سره شي . د فرهنګ دلارې خادمان او له هغې ډلې  ژورنالیستان او لیکوال دا د ټولنې هغه تش لاسې او بې پرې ډله ده  چې زیان یې  ټولنې ته نه بلکې ګټه رسونه یې تر هغې بلې ډېره ده . هغوي له پېښو او ح الاتو نه خپل هېوادوال ، سیمه او نړۍ خبروي او دا چې د پېښو تر شا د چا لاس او زیان او ضرر یې څومره او چا ته دی ، دا د ټولنو کار دی او د هغوی قضاوت ، خو له بده مرغه کله د جګړو اړخونه د خپلو کمزوریو کسات له ژورنالیستانو او لیکوالو  اخلي او په دې توګه هم یو غیر اسلامي عمل ترسره کوي او هم د ځان پر وړاندې کرکه او نفرت په ولس او بشریت کې زیاتوي .د روحاني قاتلین هم همداسې کم عقلان دي .
ددغه شان تور زړو پر وړاندې که په دولتونو کې وي او که په مخالفینو  کې د فرهنګیانو یوه پراخه   ټولنه جوړول او د یو لاس عکس المل ښودل په کار دي . هیله ده زموږ ګران ژورنالیستان او لیکوال د خپل ځان او سر د ساتنې مراقب و اوسي ، ځکه پرته له خدایه  دلته د ځمکې پر سر خو نه دولت او نه د شر استازي  دا یو هم  د دوي کوچنۍ شانتې پروا هم نه لري .
په پای کې د ارواښاد روحاني ا وا    ښاده غواړو او کورنۍ او دوستانو ته یې د خپل تسلیت مراتب  یوځل بیا وړاندې کوو .

په درنښت
یوسف هېواددوست