د لوی افغان د ټولنې د خواخوږۍ او خواشينۍ پېغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18839

دخبریدو نیټه : 2008-06-10

د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان د ټولنې د خواخوږۍ او خواشينۍ پېغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو د رسنېوو نه خبر تر لاسه کړ چې د هېواد  او افغان ملت دښمنانو ،ځوان او په وطن اوخلکو مين خبرېال عبدالصمد روحاني په بې رحمانه ډول په شهادت رسولۍ٠

مونږ د لوی افغان د ټولنې  مشر تابه او ټول غړي په داسې حال کې چې دخدای بښلي شهيد روحاني روح ته لاس په دعا يؤ ،دهېواد او خلکو د دښمنانو دا او ورته کړنې په کلکه غندو او د خدای بښلي کورنې او خواخوږو سره ځان خواخوږي اوشريک ګڼو٠قالوانا لله وانا الله راجعون

څه د سر وهلو توره ښېی ماته      لکه شمع تازه کېږم په بل بل سر

په درنښت