دارواښادعبدالصمد(روحاني)دشهادت خبرموپه
داسي حال كي واوريدچي هيڅ فكرمونه كاوه ،ځكه خداى بخښلى (روحاني)په سيمه كي يوله هغوژورناليستانوڅخه ؤچي تل
به يې دژورناليزم دټولواصولودپه پام كي نيولوسره خبرونه اوراپورونه خپرول . په كندهاركي (افغان ازاده راډيو)
او(هڅه اونيزه )خپل ځانونه دعبدالصمد(روحاني)له كورنۍسره په دې لوى غم كي شريك بولي اوخپله روحاني ته دفردوس
جنت جګي ماڼۍغواړي . خودده قاتلان بايدپوه سي چي دمرحوم روحاني په وژنه هيڅكله دبيان ازادي نه يوازي چي غلې
كيداى نه سي بلكي لابه ورځ تربلي وده كوي اودده ټول ملګري اوهمسلك كسان به دخپل مسلك اود(روحاني) دپاك روح
دخوښۍپه هيله لاهم قلمونه ګړندي كړي ترڅود(روحاني) غوندي دپاكوشهيدانوارمانونه په ښه ډول سرته ورسيږي
اوددښمنانو توري څېرې يې لاهم نړيوالوته ښه رسواسي .موږيوځل بيادخداى بخښلي عبدالصمد(روحاني) كورنۍته دجم
يل صبرغوښتنه كوو اوددغه قلمي اتل پاكي ارواح ته دعقيدت ګلونه وړاندي كوو. په ټول هيوادكي دبيان دازادۍدلا
يري غوړيدا اوپرمختګ په هيله .