دځوانیمرګ روحاني په ویر دفراه د ځوانانو پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18870

دخبریدو نیټه : 2008-06-12

ای اسمانه!  ویر پرویر دي بیا په ویر یو
بل ستر پوه دي راڅه واخستی زهیر یو
راته وایه پښتانه په څه تقصیر یو
زړه دي وچ سه، وچ زړګی دي نه سړیږي .
                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;                               & nbsp;                              &nbs p;               (رشاد صیب ته ویل شوي شعر)

دغرمي د ډوډی وخت ؤ، په دفتر کي د ډوډی پرمیز سره راټول ناست ؤ چي د میز په  هغه بل سر کښي یو ملګري وویل ((په هلمند د بي بي سي یو خبریال وژل شویدي)) دا خبره چي مي واوریدل زړه مي هغه د چا خبره ولاړ او ډیر خفه شوم، ډوډی راڅخه پاته شوه، ځکه زړه ته اتیره شول چي ارومرو روحاني دي، هسي خو هم مونږ پښتنو ته دکار سرونه ندي پاته .  خو بیا مي هم زړه دا راته وویل چي نه داسي نشي کیداي، ځکه روحاني خو یو پاک سپیڅلي انسان دي، هغه خو هیچاته هم  آزار ندي رسولی، هغه خو دټولني واقعیودمسؤلینو تر غوږو رسول، هغه خو د بیوزلو آواز نړي ته اوروي .
  ژرمي ټلیفون را واخست او د ځينو ملګرو سره په تماس کښي شوم ترڅو په حقیقت وپوهیږم، خو کله  چي په حقیقت پوه شوم اودځوانمرګ په بي رحم انه شهادت خبرشوم، هیڅ ډول مي زړه ته ډاډ نشو ورکولاي او بي اختیاره مي اوښکي ترسترګوو بهیدي، دده ځواني او بي رحمانه شهادت له یوي خوا ځورولم او دده دبوری مور او بوډا پلار اوناوي میرمني غم له بلي خوا ځورولم، خو تر ټولو زیات دشهید پاته ماشومي لور ځورولم او په دې فکر کي وم چي هغي ته به څوک د پلارمينه ورکړي؟ هغه به څوک په ناز ناز رالویه کړي ؟
  د احمد فواد لامع هغه شعر مي را په زړه شو:
 
زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وې ېږم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه
ځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻ
زه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټوم
زه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټوم
زما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږې
پر ما يې غږ کړ چې \\" راګوره ابا
\\\"!!ماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي
!هغه مې هېرې نه دي
زه به يې مور ته خام خا دارو درمل رسوم
پام چې ډارن نه يمه
خو لږ څه صبر وکړه


اي خدایه!!! دا څونه  د وحشي ځناور فکر ؤ چي د روحاني د وژلو پلان يي جوړوي، او  دا لیوه به اوس په څونه ویاړ ناست وي او فکر به کوي چي څونه ښه کار يي کړي، خو دده په زړه توره ټاپه لګیدلي ده او دی په دې نه پوهیږي چي دا کسات له مانه خیژي او پاته نلري . دا ظالم هغه تورمخي اوبدمرغه  یواځي په نامه انسان دي چي نشي کولای ځان را ښکاره کړي،ګني خلک به يي خوښي په غاښو بی ي کړي، خو یوه ورځ د حساب کتاب شته .
 بیاهم د لامع شعر:

خو په الله مې قسم
چې په هغې دنيا به
له دې تڼاکو نه په ډکو لاسو
ستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسم
زه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتم
چې دې جنت ته د ورت و په بدل
ولې بچيان دې يتيمان کړل راته
ولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمن
ولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍ
ولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍ
زما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟
هغه د کور ميرمن مې
خدايزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟


د روحاني سره ما یواځي د ټلیفون له لاري خبري کړي وي او تر دا یو څو ورځو م خکي چي په کندهارکښي د انارګل په مشاعره کښي موسره ولیدل مخ کي موسره لیدلي هم نه ؤ، خو په دې ښه پوهیدم چي هغه څونه مینه ناک انسان او هغه انسان دي چي د هرچا په زړه  کي په یوار لیدلو ځای نیسي .
په مشاعره کښي د ماښام د ډوډي خوړلو وروسته زه او روحاني په یوڅنډه کښي کښيناستلو او ښه ډیر کړي مو خبري سره وکړي اوپه  دونه م ینه  يي زما سره خبري  کولي او زما په لیدو خوشحاله شو چي هیڅ کله  به زما هیر نشي .

دفراه ولایت دټولوخلکو په ځانګړي ډول د ټولو ژورنالستانو، لیکوالانو او شاعرانو په استازیتوب  دلوی څښتن (ج) څخه هیدعبدالصمدروحانی ته دفردوس جنت غوښتنه کوم  او  پدې سترغم کې ځان
دشهیدروحانی ددرنې کورنۍ اوټولو وطنوالوسره شریک ګڼم او دوی ټولوته دجمیل صبراوزغم غوښتنه کوم .


محمد اسحاق شیوانی
فراه، افغانستان