اروپا کی دافغان ځوانانودپيوستون دخواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18980

دخبریدو نیټه : 2008-06-16

بسم الله الرحمن  الرحيم
په  اروپا کی د افغان ځوانانو دپيوستون موسيسی  د خواشينۍ او خواخوږۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو د رسنيو نه خبر تر لاسه کړ چې زمونږ  د هېواد  او خلکو قسم خوړلو دښمنانو  دقلم خاوندشاه ځلمی   ځوان او تکړه خبرال خدای بښلۍ عبدالصمد روحاني په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسولۍ

قالو انا لله و انا الله ال اجعون
مونږ د پيوستون موسيسی مشرتابه او ټول غړي په داسې حال کې چې د خدای بښلي روحانې پاک روح  ته لاس په دعا يؤ ، د شهيد روحاني  کورنۍ او خواخوړو ته خلپې ژورې اندېښنې او  خواخوږۍ په بيا،بيا څرګندوو   او دا او ور ته نورې کرغېړنې کړنې په کلکه غندو٠
په اروپا کی دافغان ځوانانو موسيسه
هلنډ ٢٠٠٨ / جون /١