بشير احمد نادم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18994
صالح
دخبریدو نیټه : 2009-08-16

بشيراحمد نادم د الحاج عبدالصبور رښتين زوى په 1359ل كال د هلمند ولايت په موسى كلا نومې ولسوالۍ كې زېږېدلى دى. له 1361ل كال راهيسې كډوال شول او په كوټه كې يې استوګنه غوره كړه، چې اوس په کندهار کي دپژواک سمیز خبریال دی. خپلې زده كړې يې په بېلابېلو لېسو او ښوونځيو كې ترسره كړي او په 1375ل كال يې له شهيد مولوي حبيب الرحمان عالي لېسې څخه د دوولسم ټولګي بريليك تر ګوتو كړ، چې تر هغه وروسته يې د ښوونكي په توګه دنده پيل كړه .دژورنالیستکي هڅو تر څنګ ښه شاعر هم دی ، شاعري يې روانه او انځوريزه ده، هغه تر ډېره كچه خپلو احساساتو ته تبارز وركوي، چې دغه اړخ يې په شاعرۍ كې جوت دى.
ځواني، غوره اخلاق او هنر يې درې واړه داسې صفات دي، چې د ده د شخصيت يو مثلث جوړوي. دغه مثلث د ده د پېژندنې ښه څراغ دى، داسې ښكاري چې نادم به نوره هم وده وكړي او ډېر نور هنري پرمختګ به وكړي.
نوموړى له اوسمهالي شعري بهير سره ډېره مينه لري او تل نوې شاعرۍ لولي، په لرغونې شاعرۍ كې يې څو ټاكلي شاعران او بيا د هغو شاعرانو يو څو شهكارې هنري بېلګې خوښېږي.
په ورځني ژوند كې هم د ښو اخلاقو، ښو احساساتو، زړه سوي او ظريفو چلندونو خاوند دى. سړى يې له مجلس او اخلاقو څخه پوره پوره خوند اخلي. ذوق يې هم د ستاينې وړ دى او ستر وياړ خو دا دى، چې خپل هېواد او خپل هېوادوال د ځان نه بېلېدونكې برخه ګڼي.
دى يو مستعد ځوان دى، اوس يې نثر ليكنې ته هم پام اړولى دى او څو لنډې كيسې يې ليكلې دي، اوس مهال يې په ژباړې هم لاس پورې كړى او كوښښ كوي چې ايراني ناولونه پښتو ته راوژباړي. كېدى شي په نژدې وخت كې يې د مطبوعاتو ډګر ته راوباسي، خو دلته به يې يو څو شعري بېلګې ولولو:


د امن تصوير
خمار يې سترګو كې انځور شي، ښكلى رنګ ونيسي
خاموش محفل وي، خاموشي د بنګړو شرنګ ونيسي
مغرورې سترګې ترېنه واړوي، بېنيازه تېر شي
د چا و در ته چې كچكول يو خوار ملنګ ونيسي
د زلفو ښار كې دغه خلك پښتانه غوندې دي
چې مې د خيال مېلمه، قاصد ته تور لونګ ونيسي
زه يې په سترګو كې د امن يو تصوير لټوم
خو دا مې سترګو سره سرې سترګې په جنګ ونيسي
ماشوم ساقي د ميخانې په اصول نه پوهېږي
كله مې مخې ته شراب او كله بنګ ونيسي
هره ټپه به يې په خوله شوله يوه څپه نادمه!
نه شته ملاله چې د قوم زلمو ته ننګ ونيسي.
2001__8_10م كال

بام
چې نه سحر او نه ماښام پېژنم
خمار- خمار يمه بس جام پېژنم
چې ښكلى مخ ترې نه څرګند كړي ښكلې
په توره شپه كې هغه بام پېژنم
خپلې پښتو كړمه سرتېر غوندې زه
نه خو پېغور او نه الزام پېژنم
محفل كې ډېرو مينه وستايل خو
مينه!• ستا ښكلى كلام پېژنم
داسې سفر كې يو روان نادمه!
نه يې اغاز، نه يې انجام پېژنم.
2001_11_21م كال


د مينې نښه
دا د غره لمن خو ګورئ
ها د خاورو سپېره څلى
چې بيرغ باندې رپېږي
ته په ځير- ځير ورته ګوره
دا بيرغ نه دى چې رپي
دغه سپين دسمال د مينې
دغه پېغلې و جوړ كړى
دې ويل چې دا به يار ته
وركوم د مينې نخښه
ته په ځير- ځير ورته ګوره
دا جهان د چا د مينې
دا درزا د چا د زړه وه
دا امسا د يوه لاس وه
دا ښايست د چا د كور و
د تقدير فيصلې ګوره
چې نن خاورې پرې امبار دي
چې يې پروت ښكلى جسد دى
د وختونو هديره كې
دا بيرغ نه دى چې رپي
دغه سپين دسمال د مينې
دى هنر د دغې پېغلې
ته په خپله فكر وكړه
چې دا څومره ښكلى ښكاري
دا هنر د دې د ګوتو
دا هنر د دې د ګوتو.

2001_3_9م كال، د لوى اختر څلورمه ورځ، د غره هديره، كوټه.