د ناټو- آيساف خبر پاڼه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19443
نتکۍ
دخبریدو نیټه : 2008-07-05

 د ناټو- آيساف  خبر پاڼه 

نړيوال سوله ساتي ځواکونه – افغانستان

  د يوه تړون پر اساس د کابل د نړيوال هوايي ډګر کنټرول افغان مقاماتو ته سپا ل کيږي
کابل، افغانستان ( د چنګاښ 11مه) -  افغان چارواکو او آيساف د چنګاښ په لسمه افغان لوري ته د کابل د نړيوال هوايي ډګر د هوايي ترافيکو د کنټرول د سپارولو پر لوري لومړي ګامونه پورته کړل.

په دې ترڅ کې د ټ انسپورت او ملکي هوايي چلند وزير ښاغلي حميدالله قادري او د آيساف د هوايي همغږۍ د څانګي مشر تورنجنرال جې. ا .اچ. ايکيلبوم د تړون د لاسليک کولو په موخه ليدنه وکړه.

دمګړۍ ، آيساف د کابل په هوايي ډګر کې د هوايي ت افيک ټولې چارې سمبالوي. ددې تړون سره سم به آيساف  په نړيواله کچه پيژندل شوي ملکي کنټرولران افغانستان ته ا وليږي. آيساف به له هغه څخه وروسته ملکي کنټرولرانو ته د کابل د هوايي ډګر د ځانګړتياوو په هکله روزنه و کړي. کله چې ملکي کنټرولران په سيمه ايزه کچه وپيژندل شول، د آيساف کنټرولران به ملکي کنټرول کوونکو ته مخه کړي او د مسئولیت واګې به افغان حکومت ته وسپاري.

د افغانانو په لارښوونه به په کار پوه ملکي کنټرول کوونکي د هوايي ترافيک د کنټرول د دندې د ترسره کولو لپاره د افغانانو په روزنه پيل وکړي. يو  وخت به ملکي ق ارداديان په دې و توانيږي چې له افغانستان څخه ووزي  او د افغانستان د ترټولو لوي هوايي ډګر ټاور به يواځې د افغانانو لخوا اداره کيږي.

د آيساف وياند بريد جنرال کارلوس برانکو وويل:" دا دافغانستان لپاره يو مهم ګام دى" هغه زیاته کړه " افغان حکومت دې ليږد ته چمتو ده او آيساف دې تيار ده چې ددې پروسې په آسانه کولو کې مرسته وکړي. او پايله کې دا پروسه افغانانو ته د زياتو دندو د پيدا کيدلو په مانا ده".