هغه نوي مزي چې جاپان اوروسیه سره نښلوي په کار پیل وکړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19444
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دخبریدو نیټه : 2008-07-05

یو ه نوي رڼایي سپڼسیز مزي (Fiber Optic Cable )   چې دسمندر په تل کې تیر شوی روسیه اوجاپان سره ونښلول ویل کیږي چې داروسیې اوجاپان تر منځ لومړی نیغ په نیغ نښلونکی مزی دی . همداراز دامزی داسیا اواروپا لپاره هم یو متبادل نښلونکی مزی ګڼل شوی .

داسیستم د Hokkaido-Sakhalin Cable System (HSCS) په نامه یادیږي چې دجاپان دHokkaido اوروسیې دSakhalin ټاپوګانو ترمنځ ځغلول شوی دی .دامزی د۶۴۰  ګیګا بیټ پر سیکنډدخبر توکیو دلیږد رالیږد وړتیا په ځان کې لري . ددغه مزي دجوړښت چارې چې ۵۷۰ کیلومتره اوږوالی لري دجاپان دNTT اوروسیې د Trans Telecom کمپنیو لخوا پیل اوتیر کال بشپړ شو.

دیادونې وړده چې تر دې مهاله پورې دروسیې اوجاپان ترمنځ خبرتوکې دسوداګریزو مزیو په مټ چې دروسيې دیوې سمندرې شریکې  پولې څخه یې کاراخیست لیږدول کیدل چې یوه اوږده اولیرې لار وه مګر اوسنی نوی مزی دغه لار رالنډوي او۲۰ څخه ۳۰ سلنه پورې دخبرتوکیو په لیږد رالیږ د کې ځنډ راکموي .

همدارازا که چیرې داروپا اواسیا تر منځ  شته مزی له ستونزو سره مخامخ شي نو اسیا اواروپا کولی شي ددغه مزي له لاري هم خپل خبر توکې سره تبادله کړي .

د۲۰۰۶ په دسمبر میاشت کې دزلزلې ټکانونوپه ټایوان کې ډیر دسمندر لاندې مزي له ستونزو سره مخامخ کړل  اوددې ستونزو له امله داسیا په ځینو برخو کې دانټر نیټ اسانتیا له منځه ولاړه چې رغولو اوسمولو یې څو ورځې وغوښتې  دیادونې وړده چې په دې ورته حالاتو کې به دانوی مزی مرسته وکړي .