ملگري ملتونه او افغان دولت افغانانو ته ډالر غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19526
م.ج
دخبریدو نیټه : 2008-07-09

د افغانستان اسلامی جمهوريت او ملګرو ملتونو ګډ رسنيز معلومات

دولت او ملګری ملتونه د زيانميدونکو افغانانو لپاره د ۴٠٠ مليونو ډالرو خوړو غوښتنه پيله  وي.  

 د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو نن يوه غوښتنه پيل کړه چې د افغانستان ۴،۵ مليونه هغه خلکو ته خواړه
ورسوی چې د نړيوالو خوراکی توکو د بيو د لوړيدو، کمو حاصلاتو او وچکالی له کبله تر ټولو زيانميدونکی دي
او خوړو ته اړتيا لري.
داسی تمه کيږی چې د افغانستان د غنمو حاصلات به سږ کال د ٢٠٠٧ کال په پرتله ٣۶ په سلو کې لږ وي. تير
کال افغانستان وکولای شو چې د خپلو خوړو تر ٩٠ سلنه زياته برخه توليد کړي د سږ کال د حاصلاتو لپاره داسی
٢ برخه به وي. تقريباُ دوه مليونه ټنه غلی دانی بايد له بهر څخه را وارد / وړاندوينه کيږی چې د کورنيو اړتياوو ٣
شی.
د دغه ۴٠۴ مليونو ډالرو غوښتنی موخه دا ده چې د ۴۵٠٠٠٠ ښاری او کليوالی کورنيولپاره د خوړو مصونيت
تامين کړی چې هغوي د نړيوالو خوراکی توکو د لوړو بيو له کبله سخت زيانمن شويدي. نوری ٣٠٠٠٠٠ کورنی
به د مالداری او کرنيزه مهمه مرسته تر لاسه کړي په داسی حال کې چې ۵۵٠٠٠٠ ښځی او تر ۵ کاله کم عمره
ماشومان به داسی مرستی تر لاسه کړي چې له خوارځواکی څخه وژغورل شی.
د غوښتنې مالی سرچينې به په وچکالۍ ځپلو ټولنو کې د څښلو د پاکو اوبو، د ښې حفظ الصحې د ودې او په هغو
ځايونو کې چې د نا وغيو کنترول کمزوري وي د هغوي د پياوړی کولو په موخه هم وکارول شي.
جلالتماب محمد کريم خليلی د ولسمشر دوهم مرستيال وويل:
د دې غوښتنې لپاره وخت او اړتياوو ته بايد لږ ارزښت ور نه کړل شي. که چيرې موږ په وخت سره عمل و نه
کړو د افغانستان په ميليونو ډيری زيانمنيدونکې کورنۍ د خطر سره مخامخ کيږي. وچکالي، شخړو او کمزوری
ح اصلات د افغانستان د خلکو ستونزې زياتې کړې، موږ د لا زيات زحمت او رنځ د مخنيو په خاطر د نړيوالې
ټولنې د سخاوت څخه ډک ملاتړ ته اړ يو.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکوی او د عمومی منشي د ځانګړی استازی مرستيال ښاغلی
بواسپلاند وويل: د افغانستان د ټولنو لپاره د ژوند ژغورلو سمدستې او بيړنۍ مرستو ته اړتيا ده، اړتياوي ډيري او
وخت مو لږ دي. د نړيوالی ټولنی په ملاتړ په دي مرستو موږ کولای شو چی د ميليونو افغانانو د خواړو د کم والی
2
څخه مخنيوی وکړو، د کورنيو د بيځايه کيدلو څخه مخنيوی وکړو او د خوارځواکی په وړاندی د هغوی م اتړ
وکړو. موږ د تمويل کوونکو څخه په ټينګه غوښتنه کوو چی د خپلو ملاتړي ژمنو سره راوړاندی شي u1575 او موږ ته دا
توان راکړي چی د زيانمنيدونکو ډلو لپاره اړين خوراکی توکي، اوبه، او روغتيايی آسانتياوي په راروان دوولس
مياشتو کی برابر کړو.
د لاسته راوړ شوی پيسو يوه زياته برخه به د راتلونکی کرنيزی دوری لپاره وی چې د حاصلاتو په زياتولو کې
مرسته وکړي او اوږد مهاله بيړنی وضعيت څخه مخنيوی وشی. هغه د لومړيتوب سکتورونه چې په دغه بيړنی
غوښتنه کې تر پوښښ لاندی راغلی دي دا شيان دي: د خوړو مصونيت، تغذيه، د څښلو پاکی اوبه او روغتيا پالنه،
رغتيا، کرنه او ساتنه په ځانګړی ډول د ښځو او ماشومانو لپاره. دغه غوښتنه به د ١٢ مياشتو لپاره د ٢٠٠٨ د
جولای څخه بيا تر ٢٠٠٩ کال تر جولای پوری دوام ومومی.