د روان کال د جولای په لومړی
اونی نړيوالي محاکمي جنرال امام الدين د پوښتنو لپاره ورغوښتئ وو. نړیواله محاکمه چې مرکز يې د هالنډ په ( دن
هاخ ) هاګ ښارکې دی د هېواد د لومړي جمهور ريس سردار محمد داود خان قاتل د لومړی ځل لپاره وپوښته.
جنرال ام
ام الدين چې تر ډیره پری د جمهورئيس سردار محمد داود خان د قتل باور دی په هاګ کې د دوه ونيو په ترڅ کې دنړيوالي
محاکمي له خو د لمړي ځل لپاره تر پوښتونو لاندي راغئ.
ددغه خبر پخلی د جنرال امام الدين زوم معشوق
او مشرې لور زرمېنې کړي دی.
د جنرال امام الدين ورور امادالدين وايې چې ښاغلی امام الدين اوس پس له دوه
ونيو پوښتنو بيرته د ناروي هېواد( بيرګن ) ښارته څيرمه ، چېرته چې نوموړی له ۷ کالوراهیسې استوګن دی ستون
وی . اماد الدين زياتوي چې هاګ نړيوالې محکمې جنرال امام الدين ته ویلې دي چې بيا به يې د پوښتونو ګ
ویګنو لپاره ورغواړي . دغه پيښې دنوموړي کورنی ډیره په تشويش کې اچولي..
دا په داسې حال کې ده چې څو ونۍ
وړاندي د سردار محمد داود خان او کورنی ډله يز قبرونه د ولس مشر کرزي د یو ځانګړی فرمان په اساس کشف او دمګړی تر
څیړنو لاندي دي.
دا خبر په داسې حال کې خپريږي چې د سردار محمد داود خان په زيار او سر ښندنو جوړ جمهوريت پرون
۳۵ کلن شو.
له ټولو درنو هېوادوالو په درناوی غوښتنه کیږي چې د نړیوالې محکمې د دغه په ځای څیړني ملاتړوکړي
اوهغه لاسوندونه ، خاطري او د سترګو لېدلی حال چې له ځانه سره لري له یادې محکمې سره شرک کړی.
دا به د
هغه جنایتکارانو لپاره د خطر يو زنګ وی چې په ورستيو درې لسيزو کې په بشري حقونو د تېري له تور سره مخامخ
دي او لا خلاصې پښې ګرځي . ياده دي ویي چې د هاګ نړيوالې محکمې تر دي وړاندې هم دوه تنه د لوړی کچي کم
ونست چارواکې له محاکمې وروسته په ۸ او ۱۳ کالو بند محکوم کړي چې لا بندیان دي.