محمد الياس وحدت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19711
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2009-10-21

محمد الياس وحدت د ارواښاد امير باز زوى له نن څخه درې دېرش كاله وړاندې د خوست د صبريو ولسوالۍ د سوري پاڼ په كلي كې زيږيدلى .
لومړى ټولګى يې د سيمې په لومړني ښوونځي كې ولوست ، په ۱۳۶۰لمريز كال كې له كورنى سره پاكستان ته مهاجراو دكرم ايجنسۍ په اژغرو نومې كيمپ كې يې واړول ، هلته يې د� �ې كاله ښوونځى ولوست ، له هغې وروسته يې ديني زده كړې پيل كړې پوره  دوولس كاله يې د صوبه سرحد په بيلا بېلو مدرسو كې زده كړې وكړې او په ۱۳۷۸لمريز كال كې په پيښور كې د شيخ الحديث حسن جان مدني  له امدادالعلوم مدرسې څخه فارغ � �و.
د عربي ژبې د زده كړې په موخه يې د څه وخت لپاره په پېښور كې  عربي معهد ( عربي دارالمعلمين) او د عربي ادبياتو پوهنځى ولوست .
دا چې د زده كړو له مهاله يې له خپرونو سره مينه او سر وكار و نو د فراعت وروسته يې هم په مطبوعاتي او فرهنګي ډګر كې كار پيل كړ
• د لومړي ځل لپاره په خوست كې د باختر اژانس  د مدير په توګه وټاكل � �و
• د لومړي ځل لپاره د ده  په مسوول مديريت په  خوست كې د ( خوست ) په نوم مجله چاپ  شوه
• د هيواد ميشتو او بهرمېشتو فرهنګيانو په مرسته يې په خوست كې عامه كتابتون جوړ كړ
• د اول ځل لپاره يې( د سندرو اربكي ) په نوم ټولګه كې د خوست شاعرانو ژوند ليكونه او د شعرونو بېلګې راټولې كړې
• د ځايي ادارې په مرسته يې  خوست ته  چاپخونه ( مطبعه ) راوړه
• د طالبانو له تلو وروسته  بيا د ده په مديريت د خوست مجله چاپ شوه
• دوه كاله يې په كابل كې د پخلاينې په نوم د پښتو اوونيزې سره د مرستيال په توګه كار وكړ
• افغان كلتوري او مطبوعاتي م� �كز ( ايينه) خوست دفتر كې د راډ يويي خپرونو څارونكى و
• د څه وخت لپاره په پكتيا ولايت كې د پژواك خبري اژانس خبرنګار و
• په جنوب ختيځو ولايتونو كې د افغان ازادې راديو او هيواد ټلويزيون( كندهار) خبر نګار و
• نوم وړي په هيواد كې دننه او له هيواده بهر له  ګڼو خپرونو سره قلمي همكاري لرلي اوپه  ځينو كې يې ليكنې خپريدې او د ځينو نورو د كتنپلاوي غړى و ، د بيلګې په ډول
افغانستان مجله    پېښور
تعاون      مجله   پېښور
هي� �ه        مجله   پيښور
وطن       مجله   پيښور
وفا        جريده   پيښور
خلافت    مجله    كندها� �
كندهار   مجله    كندهار
ځلا       جريده   خوست
پيوستون مجله    خوست
پكتيكا    جريده   ښرنه
غوړګه   مجله    ګرديز
• محمد الياس وحدت اوسمهال په جنوب ختيځو ولايتونو كې د بي بي سي راډيو او رويټر خبري اژانس سره كار كوي  او په شيخ زايد پوهنتون ( خوست) كې د افتخاري استاد په توګه درس وركوي
نوموړي واده كړى ، دوه زامن او يوه لور لري او په خوست ښار كې ژوند كوي