پدرام ته خدای په قهر شوی ځکه یی وزرې ورکړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19814

دخبریدو نیټه : 2008-07-23

د پښتو یو متل دې چې کله هم میږتون ته خدای په قهر شي نو ورته وزری ورکړي که میږتون هر څومره بیڅایه هڅه وکړي په دې وزرو سمه هوا نشی کولای او همدا وزری یی تر مرګه ورسوي

اوس که وګورو لعنتي پدرام  ته هم خدای په قهر شوی او همدا لعنتي فضول وزری یی ورکړې خو دا څرګنده خبره ده چې پدې بیځایه هڅو رزیل پدرام هوا نشې کولاې (د افغانستان د یو وګړي په زړه کې هم ځای نشي نیولې بلکه پری به لعنت وریږي) او که خیر وي د میږتون په څیر به همدا وزرې  دې هم د مر ګ تر کومي رسوي.

 ولسمشر حامد کرزي که له د پدرام په څیر خلک له افغاني ټولنې ونه باسي او له داسې خبرو ځان ګوښه وساتي لرې نه ده چې دا خلک د افغان ملت په منځ کې د سقاوې لعنتي ویروس خپور کړي او یو ورځ بیا افغان ملت د دریمې سقاوی نندارچې واوسي. نو زما هیله له ښاغلي ولسمشر څخه دا ده چې د پدرام په وړاندې دې زر تر زره اقدام وکړي او له دې لعنتي له غمه دې افغان ملت وژغوري.

په پښتنه مینه

حبیب ګل توتاخیل