نړیوالې ټولنې ته د کولتوري ټولنو ګډ احتجاج لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19818

دخبریدو نیټه : 2008-07-23

نړیوالې ټولنې ته د دوو افغاني  کولتوري ټولنو ګډ احتجاج لیک

محمدامین بسمل

نن د لویې پکتیا په ګردېزاو د جرمني په بایرن ایالت د مونشن په ښارونو کې دوه ورته غونډې وشوې چي په پایله کې لاندې احتجاج لیک د دواړو ټولنو په همغګي نړیوالې ټولنې ته ولیکل شو:

۱ـ موږ په خپل ګران هیواد افغانســـتان کې سوله غواړو خو له بده مرغه داسې کسان هم شته لکه طیف پدرام اوځینې نورچي دخپلو بادارانو د خوښي لپاره پخپلو زهرجنو څرګندونو کې زموږ ملي اتلانو ته سپکاوی کوي او قومي شخړې را پاروي تر څوهم زموږ مظلوم ولــس نورهم په وینوکې ولړي او هم تاسو نړیوالو ته بې شمېره سیمیزې ستونځې را پیدا اوپه نهایت کې له سیمې څخه ناکام ووزئ

۲ـ تاسودخپلوملي ګټو لپاره هم مسؤلیت لرئ چي زموږ په خاوره کې د ایران، روس ، پاکستان اویوشمېرنورو مغرضو هیوادونو اجنټان لاستړلي محاکمې ته وسپارئ دا څرګنده خبره ده چي ایران او پاکستان د ټولو ستونځو هسته جوړوي نو که غم یې ونه خورئ پخپله به غمجن شئ

۳ـ تاسو د خپلو بریاو لپاره دافغـــان ولــس زړه په لاس راوړئ ترڅو خپلو موخو ته په بریالیتوب ورسېږئ نو ځکه له تاسو څخه هیله کوو چي نورې دا ړندې بمبارې ختمې کړئ

۴ـ تر ټولولوی سـوغات به دتاسوله خوا افغان مظلوم ولس ته دا وي چي ژرترژره جنګي جنایتکاران دکاراجج په څېر نړیوالې محاکمې ته وسپارئ

یادونه:

موږ نړیوالې ټولنې ته ځکه شکایت کوو چي د افغانستان اوسنۍ بې کفایته او ناکامه اداره یې تر اثر لاندې ده

 په کردېز او مونشن کې د دواړو کولتوري ټولنو غبرګ احتجاج لیک