دFIFA په اړه انتخاباتو دخپلواک کميسيون اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19909

دخبریدو نیټه : 2008-07-27

 د  ١٣٨٧ کال دچنګاښ دميا تي  ٢٤ نيټه  د فيفا د مرکز چارواکو د ٢٠٠٨ ميلادي کال د جولاي دمياشتي په لسمه نيټه ديوي اعلاميي په خپ ولو سره اود جمهوري رياست د انتخاباتو  په باب د افغانستان د انتخاباتو دخپلواک کميسيون دمقام د څرګندونو په باب ديو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ  کي  يو لړ مطالب بيان کړي دي  چي د انتخاباتو خپلواک کميسيون  ددوي ددغه عمل له امله د زړه له کومي  قدردانى کوي او  هيله لري که چيري د انتخاباتودخپلواک کميسيون ه  خوا کومه اشتباه کيږي په  بشپړ جرئت سره دي موږ ته په ګوټه کړى .    خو دفيفا  د دفتر دم طبوعاتي اعلاميي  د محتوا په ا ړوند بايد څرګنده کړو چي زموږ په نظر هغه اطلاعات چي ددوي لاس ته ورغلي دي ه بده مرغه  حقيقت نه لري اود واقعيتونو څرګندوي نه دي .  د ٢٠٠٨ کال دجولاي  دمياشتي د نهمي نيټي د چارشنبي  د ورځي په مطبوعاتي کنفرانس کي کله چي د رايو ورکولو دکارتونو دويشلو خبري وشوي د ژورنالستانو د يو لړ پوښتنو  په ځواب کي د انتخاباتو  د خپلواک کميسيون درياست مقام دهغه عامه پوهاوي د ارزښت په باب   چي ددغه کميسيون  يوه دنده ده او هم په همدي مقصد په خپل تشکيل کي يو رياست لري ، خبري وکړي   په دغو خبرو کي ژورنالستانو ته خطاب  وشو او د انتخاباتو  دخپلواک کميسيون درياست دمقام له خوا وويل شول چي رسني دنده لري چي د انتخاباتو د ښه والي او د معقولو ، قانوني او روا انتخاباتو د ترسره کو و  لپاره د افغانستان  ملت ته خبر ورکړي . په دغو خبرو کي پرته له دي چي دچا نوم واخستل شي چي له دي سره دم قابلي او يادبي طرفي او دقانون د تر پښو  لاندي کولو څرګندوي دي  ژورنالستانو ته وويل شول چي اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص)  د حديث  پيروي وکړي چي ويلي يي دي که چيري کوم کارمو له  اهل پرته بل چاته  وسپاره  قيامت ته سترګي په لاره واوسي . او خلک بايد په دي پوه شي چي د جمهوري  رياست  دنده او دملي شورا غړيتوب  د مملکت  له سترو  دندو څخه دي اوبايد  خلک په سالم انتخاب لاس پوري کړي  ددغه مبارکي حديث په نظر  د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له پلوه انتخابات نه يوازي يو حق دي بلکي يوه وجيبه  هم ده چي دغه وجيبه  يو سالم انتخاب دي په نوره  نړي  کي سالم انتخاب  هغه وخت ترسره کيږي چي هغه ا خاص کانديد وي چي  خلکو ته ددوي خدمت او صداقت سابقه ولري نه داچي هر څوک چي هوس وکړي  دولت د انتخاباتو خپلواک کميسيون ، امنيتي ځواکونه او مالي لګښتونه د افغانستان دملت د اوږو بار کړي  په دي باب  چي د افغانستان دازادو او عادلانه انتخاباتو مرکز ځان ديو داسي خپلواک مرکز  په توګه چي دعمومي انتخاباتو دبهير څارنه له محوري دندو څخه ده ، يادونه کړي ده بايد ووايو چي د افغانستان داساسي قانون ١٥٦ ماده داسي ص احت لري .  د انتخاباتو   خپلواک کميسيون دهر راز انتخاباتو داداره کولو او څارني او په هيواد کي د خ کو عمومي  رايو ته دمراجعي لپاره دقانون له حکمونوسره سم د انتخاباتو دخپلواک کميسيون  جوړيږي  ددغي مادي له په پام کي نيولو سره د انتخاباتو په بهير باندي  څارنه د دغه کميسيون صلاحيت  دي او دفيفا په شان مرکزونه د انتخاباتو  د قانون د حکمونو  او د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا دتصويب شويو دستور العملونو په رڼا کي  په هغه صورت کي چي د انتخاباتو دخپلواک  کميسيون له خوا اعتبار ليک ترلاسه کړي  کولاي شي په انتخاباتو کي يوازي دکتوونکي په توګه ګډون وکړي  په دي باب چي د فيفا مرکز په خپلي اعلاميه کي د اساسي قانون د ٦٢ مادي  او د انتخاباتو دقانون د١٤ مادي يادونه کړي ده او څرګنده  کړي يي ده چي دفيفا  مرکز عقيده لري چي هيڅ محدوديت نه شي کولاي هغه کسان چي په قانون کي ټاکلي شرايط ولري  دکانديديدو له حق څ خه بي برخي کړي ، د انتخاباتو خپلواک  کميسيون په بشپړه توګه موافقه لري خو د يادوني وړ ده چي اساسي انون   تل عمومياتوته  اشاره کړي ده او فروعات د فرعي  قوانينو او مقررو په واسطه څرګند  او وښانه کيږي  .  لکه  څنګه چي  د اساسي قانون  ٣٣ ماده داسي حکم کوي .   دافغانستان اتباع د انتخابولو او انتخابيدو حق لري له دغه  حق څخه  د استفادي څرنګوالي او شرطونه  د قانون  په واسطه تنظيميږي .   د انتخاباتو د قانون د همدي مادي پربنسټ د جمهوري رياست دانتخاباتو  لپاره په اساسي انون کي دليکل شويو شرايطو ترڅنګ د رايو ورکوونکو په توګه د قومونو ليکل ، دنومونو د ليکلو د  کارتونو د ګنو وړاندي کول او په اړونده انتخاباتي حوزه کي  د کابو ١٠٠٠٠ زرو تنو  لاس ليکونه  اويا دګوتو  نښي اودپنځوسو  زرو  نغدو پيسو ورکول د مکلفيت په توګه قيد شوي دي .  يوځل بيا بايد وويل شي چي د انتخابا تو  خپلوا ک کميسيون  په بشپړه توګه د اساسي قانون دمادو او دانتخاباتو  د قانون دمادو په باب معلوم ات لري او له همدي امله يي هيڅکله دمشخصو کسانو په ګټه او زيان خبري نه دي کړي چي د انتخاباتو  د  خپلواک کميسيون  بي طرفي د پوښتني وړ وګرځي .   دانتخاباتو  خپلواک کميسيون بيا هم د هغو اشارو له امله چي دفيفا دمرکز دفتر کړي دي  مننه کوي   او هيله لري که چيري کومه ستونزه  وي  تل دي په مستقيمه توګه ه کميسيون سره تماس  ونيسي انشا الله کوم ناوړه تفاهم به پاتي نه شي.