په شمالي کليفورنيا کې د لوی افغان د ټولنې د ملاتړ پېغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19919
محمد حامد الوتاند
دخبریدو نیټه : 2008-07-27

 


د لطيف پدرام د څرګندونو په خلاف  د لاريونونوسره  د لوی افغان د ټولنې ملاتړ٠
مونږ  د لوی افغان  دټولنې  غړي او دمشر تابه ټولې څانګې  د لطيف  پدرام   د وروستېو څرګندونو د بيا ،بيا غندلو تر څنګ
په ګران هېواد کې  د نوموړي او د تش په نامه دکنګرې ګو ند په  خلاف  د وروستېو لاريونونو  او غونډو ملاتړ کوو، او د ټولو 
هېوادوالو څخه هيله مند يؤ چې  دا لړۍ  تر هغو وغزوي چې  دا  او داسې نورې افغان دښمنې  ډلې ټپلې  په  قانوني توګه 

مجازات  او د دوی  د بيا فعاليت مخه ونيول شي.٠ په درنښت
تل د وي افغانستان            ژوندی د وي افغان ملت

د ٢٠٠٨کال د جولای د مياشتې ٢٥م ه