په بایرن کې د مېشتوافغانانو د کولتوري ټولنې اعلاميه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19921
بسمل
دخبریدو نیټه : 2008-07-27


ــ زموږ کولتوري ټولنه په کلکه دهیواد په دننه او بهر کې د ټولوهغو با احساسه هیوادوالو، کولتــوري ټولنواو ویاړلو لیکوالوملګــرو څ خه ملاتړ کوي کومو چي، زموږ د هیواد، ملي ارزښــتونو او ویاړونو د دوښمن(عبدالطیف پدرام ) په وړاندې خپل وطنپالونکی غبرګون وښود

ــ موږ د ننګرهار، خوست، لویې پکــتیا، او کړېدلي هلمند له اتلو شازلمو څخه ځکه په لمړي ګام ګې مننه اوملاتړ کوو چي، ډېر ژر یې د هیواد د ملي نوامسو د غلیم (پدرام) د محاکمې لپاره سولیز لا یونونه وکړل
ــ موږ په لویه پکـتیا کې د پروني لاریون او پریکړوپه کلکه ملاتړ کوو په خاص ډول د پرېکړو و وستی بند یې ډېر په زړه پورې او د منلو وړ دی چي وایي:
که دا ملي خاین(پدرام) محاکمه نشي نو لویه پکــتیا به په راتلونکو ټول ټاکنتو کې برخه وا نه اخلي
زموږ د کولتوري ټولنې په کلکه همدا غوښتنه ده چي، دهیواد نورو ایتونه هم دا شرط وړاندې کړي
ــ موږ د مشرانو جرګي د نننۍ غونډې په کومه کې چي، دا ایرانی او روسی جاسوس (پد ام) د رایو په اتفــاق په کلکه محکوم کړشوملاتړ کووباید زیاته کړوچي د مشرانوجرګي هم له نړیوالې ټولنې اوهم ه افغان دولت څخه وغوښـتل چي داد اسلام اوزموږ د ولـس شرمېدلی دوښمن ژر تر ژره لاس تړلی محاکمې ته راکش کړي دیادولو وړده چي، د مشرانو جرګې د نننۍ غونډې ټولو ګډونکوونکوته د پدرام ناروا او مستندې څرکندونې د هغه په م نحوث غږ ور واورولې شوې

یادونـــــــه:
موږ د هغو بې وزلو کوچیانو وروڼو ملاتړ کوو کوم چي، د خپلوځمکو رعي اسناد په لاس لري خوهیڅ چا نه ورته د لاریون بنــدوبس اونه یې ملاتړ وکړبلکې په مقابل کې یې ناروا اوغاصب وري ته دا زمینه برابره شوه چي هم مغرض لاریونونه وکړي اوهم د ملي خاین (پدرام)  دا نه بخښونکې څرکندونې د ح اجی محمد محقق له تلویزیون(فردا) څخه په بیابیا خپرې کړي ترڅو د ملي احساساتو په راپارونه یو ځل بیا وروڼه قوم ونه د اورپه لمبو کې نینه نینه کړي .

د جرمني په بایرن ایالت کې د مېشتوافغانانو کولتوري ټولن ه