د پکتیا د ژورناليستانو ټولني خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19971

دخبریدو نیټه : 2008-07-30

  د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكه ټولنه ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت د اړونده ارګانونو له خوا ، د آريانا تلويزيون د حقيقت خپروني چلوونكي نصير فياض په نيول كيدو ژور خفګان څرګندوي او د دولتي لوړو مقاماتو څخه په خورا درنښت هيله كوي چې ، د ژورناليزم نړيوالو اصولو ته د خورا درنښت او احترام په دود ، نصير فياض له بنده خوشئ او افغانستان او ولس ته يي په كمين كې ناستو مغرضو كړيو ته د دولت او رسنيو ترمنځ د درز اچولو او ناوړه مغرضانه تبليغاتو له پاره په لاس ورغلي موقع له منځه يوسي.


د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې له خوا