ذبيح الله احساس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19998
خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2008-07-30

 ذبيح الله احساس له نن څخه شپږويشت کاله وړاندې د بغلان ولايت په مشهوره سيمه کېله ګي کې د ډاکتر شېرمحمد کره زوکړ.
احساس چې نړۍ ته سترګې وغړولې د بېچاره کليوالو کډې د يرغلګرو روسانو له لاسه بار وې، روسانو ټيک په هماغه ځمکه هډه جوړه کړه کومه چې د احساس دخاپوړو مېنه وه احساس دوى پېښور ته کډوال شول، لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې د جلاله اوجلوزو کمپونو په ښوونځيو کې بشپړې کړې. د فرهنګي  اشنايانوپه ملتيا يې په جلوزو كمپ كې د ميوند ادبي ټولنه جوړه کړه اوهمدا يې د فرهنګي فعاليتونو پيل و.
 د احساس کورنی نوم ‌ بهرام دی خو له كوره بهر او په فرهنګي كړيو كې يې ټول په ذبيح الله احساس پېژني.هغه یو هڅانده ځوان دي او  د افغانستان په شمال  کې يې تر ډيره ادبي ناستي او بنډارونوورباندي روښانه وي .

احساس په افغانستان کي د نوي تحولاتو سره سم خپل کلي ته راستون شو، اوس  مهال دبلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځۍ په پنځم ټولګۍ کې لوړې زده کړې کوي .

 په شمال کې داحساس پلونه نوې لارې جوړوي، مسلک اوهنر يې سره بېل دي خو دى پكې خوشاله دى. په مزار� �ريف ښار کې روضې ته څېرمه داحساس کوټه د جرګومرکو، ادبي بانډارونواوفرهنګي غونډو حجره ده. داحساس دخونې دړه د� �يکوالو، فرهنګيانو اوشاعرانو په مخ پرانستې وي.
 داحساس هڅې خورې دي، په بغلان کې پسرلى درې مياشتنۍ خپروي او ورسره يې د پلخمري مېشتو ځوانانو په ملتيا د چونغر ادبي بهير بنسټ كېښود. په مزارشريف کې د شمال د لومړى پښتو خپ� �ونې ((پرخې)) چلوونكى دی، دبلخ پوهنتون محصلينوپه ملتيا يې دوزيرمحمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير روان کړی، ددرېوو کتابونو ليکوال دی  او دم ګړۍ له مزارشريف څخه د پژواک آژانس سره د خبريال په توګه کارکوي. هغه د سپین ژورنالیزم پلوي دي او تل ئې په زغرده د هر ټاړاک په وړاندي دولس ږغ په ډيره مړانه راپورته کړی دی .
احساس لن� �ې کيسې ليکي، ژباړې اوڅېړنې کوي اوچې له نوروچارووزګار وي نوشاعرهم دی او هغه هم د ترنم شاعر.

zabihullah ehsas