اسدالله غضنفر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2026
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2005-01-31

 

 

ښاغلی اسدالله غضنفر د کندز ولايت  د چهاردرې په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی . دولسم ټولګی يې د کندز ښار په شيرخان ليسه کې لوستی او وروسته يې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی  لوستی دی . 

 

ښاغلي غضنفر د پېښور له پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې د ماسټرۍ سند اخيستی او خپل لومړنی رسمي کار يې د ايران په تهران راديو کې ترسره کړی دی .

 

دۀ په پېښور کې د مياشتنۍ سپيدې مجلې د چاپ په برخه کې له مرستو خپل ادبي او فرهنګي کار پيل کړ .

ګڼ شمير لنډې کيسې يې وليکلې  او وروسته وروسته يې د لنډو کيسو پر فني اړخ ډير کار وکړ .

 

ښاغلي غضنفر په ١٩٩٩ کال کې د داستانونه دوه مياشتنۍ مجله له پېښوره چاپ کړه . دا د پښتو ژبې په ادبياتو کې لومړنۍ مجله وه چې يوازې لنډو کيسو ته بېله شوې وه . خو تر دوه نيم کلن خپرندوی فعاليت وروسته داستانونه بنده شوه .

 

له تېر کال څخه يو وار بيا داستانونه پيل شوي چې له کابله خپريږي .

 

ښاغلی غضنفر د ازادۍ له راډيو سره هم همکاري لري خو د دوی ډير کار لا هم د داستان ليکنې پر فني او کره کتونکي اړخ راڅرخي . د دوی د لنډو کيسو يوه ټولګه په ١٩٩٩ کال کې د ساړۀ بادونه په نامۀ خپره شوې وه .

 

 د ښاغلي غضنفر د لنډو کيسو يوه بېلګه :

ژر به پر ليکه شي !