په آلمان کې دافغانانو د ټولني غوښتن لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20334
محمد امین بسمل
دخبریدو نیټه : 2008-08-18

نن د جرمني په مونشن ښار کې موږ دګران افغانستان دخپلواکۍ ۸۹ یمه کلیزه دمټینګ اولاریون په ترځ کې ولمانځله 

قدرمنو وروڼوسلامونه مې ومنئ!

لکه څنګه چي تاسو زموږ خبرتیا لا د مخه لوستې وه موږ نن په دې وتوانېــدو چي خپل مټینګ او لاریون تر سره کړو زموږ مټینګ داستاداولمیر په خوږه ترانه(دازموږزیباوطن)پیل شو چي ورپسې د ښاغلي ډاکتر روستار تره کي د م باره کي ثبت شوی پیغام ګډونوالو ته واورول شو له هغه څخه وروسته زموږ د ســولې د طرحې کاپی په ګـډونوالو ووېشلې شوې ترڅو هریوخپل نظر او وړاندیز راکړي، زموږ طرحه  جوپه جوپه او په تنهائي ډول هم ګډونوالو ولوستله چي په پای کې د ټولو د تائید وړ او چاڅه منفي او کوم خاص نظر نه درلود.

دادی تاسوخوږوهیوادوالوته هم نوموړې طرح ــــه وړاندي کېږي که تاسو کوم ګټور وړانــدیزونه اونظـــرونه لرئ نو د مهرباني له مخې یې زما په پته a.c.besmel@hotmail.de راولېږئ چي بیا یې زه له خپلې طرحې سره وروسته له انګرېزي ژباړه دالمان دو ت، ملګرو ملتونو، دامریکا، انګرېز، کاناډا اویوشمېر نورو سفارتونو ته ولېږم دا چي هغوی به څه غبرګون ښیي هغه به پرېږدو د هغوی انصاف ته.

یادونـــــــــــه:

 باید زیاته کړم چي زموږ په مټینګ کې هزاره، تاجکو، ترکمنواوبلــــوڅو وروڼو هم ګــډون درلود چي په یوه خوله یې  زموږ  د ویاړونو او ملي یوالي غلیم ان لکه لطیف پدرام په کلکه وغندل .