عصمت الله څاروان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2039
عبدالله احسان
دخبریدو نیټه : 2005-01-30

ښاغلی عصمت الله څاروان د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې زيږيدلی دی .

دوي خپلې لومړنۍ زده کړي د کندز په ولايت کې کړي دي ، دولسم ټولګی يې د کابل له غازي ليسې او د لسانس سند يې د پېښور له پوهنتونه ترلاسه کړی دی .

عصمت الله څاروان ډير کلونه په پېښور کې د هيواد په اوونيزه کې د مرستيال چلونکي دنده ترسره کړه ، ورپسې يې د ايران په تهران راديو کې کار کاوۀ . اوس د چيک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې له ازادۍ راديو سره په کار بوخت دی .

ښاغلي څاروان ډيرې ژباړې کړي او ګن شمير کتابونه يې چاپ شوي دي .

د دوی انګليسي پښتو جيبي ډکشنري چې په ١٩٩٠ کال کې په لومړي ځل چاپ شوې وه تر اوسه څو ځلې په بيا بيا چاپ شوې ده .

دغه راز ځينې کيسې او د انګريزي ژبلوست کتابونه يې په پېښور کې چاپ شوي دي . دوی د نژدې ١٠٠ زرو انګريزي پښتو پر ډکشنرۍ هم کار بشپړ کړی چې لا چاپ شوې نه ده .

ښاغلي څاروان يو ناول هم له انګريزي پښتو ته ژباړلی چې په لنډ وخت کې چاپيدونکی دی .

د دوی چاپ شوي کتابونه په دې ډول دي :

١ : انګليسي پښتو جيبي ډکشنري

٢ : نوی ميتود ، انګليسي ګرامر

٣ : انګليسي معلم

٤ :  د لقمان حکيم کيسې

٥ :د بهلول دانا کيسې

٦ : خطونه سرخطونه

٧ :  پښتو اينډ انګليش فريز بوک ( انګليسي ژبه نيويارک چاپ )

٨ : دري انګليسي فريز بوک ( انګليسي ژبه په نيويارک کې چاپ )