د تخار ولایت دمظلومواو بې وسه پښتنو....

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20537

دخبریدو نیټه : 2008-08-28

 دپالټاک ټولني لخوادتخار ولایت مظلومو او بې وسه پښتنو لپاره د مرستي غوښتني 

 

داړیکو لپاره او خپلي بسپني ددې لاري ولیژئ جاوید خان

First name JAVED last name KHAN 00447528831706

٧٠٠پښتانه ښځي،ماشومان,د تخار ولايت د خواجه بهالدين د اولسولي په زندان کي د ٥ورځي راهسي د ازبک جنګسالار او ولس مشر حامد کرزي نژدي دوست قاضي کبي لخوا محاصره او د ژوند د خطر سره مخامخ دي.

د محاصره شويو له ډلي نه يو تن عبدالله واي چه د بلوچستان په ژوب کي ئې د مهاجرت ژوند کولواو تيره اوونئ خپل وطن ته راستنه شول چه ومړي دولسوالو کسانو راباندي بريد وکړو اوبيا ئي ټولي کورني د ولسوالي په زندان کي دادي د ٥ ورځي لپاره بنديان کړي يو٠ يوي بلي ميرمني کافيه په ژړا او وير وويل چه اولادونه ئې ناروغ او خوراک نشته او هره لحظه د خپل پښتني عزت د ازبکانو لخو د تار تار کيدو له ډار سره مخامخ دي.

نوموړي ټولو پښتنو ته په پيغو ر وويل که پښتانه خپلي ميندي او خوندي د نورو څخه نشي ساتلي او هغه پدي جرم چه پښتانه دي د ميرمنو سره بندي کيږي نو ټول پښتانه بايد بنګړي واچوي او د شرم او پيغور نه پورته ونه ګوري.

يو تن راستون شوي امير خان وويل :د ادي د ٩ورځي لپاره چه د پاکستان نه راکډه شوي دلوږي او ناروغيو سره مخامخ يو او ٣٤کوچنيان او ٠ ميرمني او بوډاګان د ډول ډول ناروغيو سره م خامخ دي. د٧٠٠تنو لپاره يو کوهي دي او اووبه ورپکښي وچوي شوي او د تندي نه د هلاکت سره مخامخ يو.

 ځايي پښتانه غواړي د خپلو راستنه شويو خپلوانو سره وګوري او خوراکي مواد وروړي د مسلحو ازبکو لخوا نه پريښودل کيږي .دراستانه شويو کډوالو يو تن مشرارباب ظاهر خان انډړ واي چه مونزه د ځمکو ٦٠کلني قبالي لرو خو دولت او پوليس د بريد کونکو مرسته کوي او د اڅرګنده ده چه پښتانه په شمال او ټول افغانستان کي تر شاه هيڅوک نلري که وي نو نن به پښتني ميرمني محاصره نه وي . که هر افغان ، د UN يا بلي کومي اداري لوړ رتبه چارواکي د700 محاصره شويو پښتنو سره ددې بد حالات نه د خلاسون په لار کي مرسته کولي شي نو د محاصره شويو پښتنو سره مرسته کولي شي

په لاندي تيليفون شميرو د رابطه وکړي. ارباب ظاهر خان ان ړ 0093772240137