پښتوادبي تړون چمن یوسترادبي سیمینارترسره کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20538
حاجي محمد نعیم - چمن
دخبریدو نیټه : 2008-08-28

 

 

تېره یک شنبې چي دآګست ۱۷ نېټې سره سمون خوري ، دپښتوادبي تړون چمن ،  لخوایو په زړه پوری ادبي سیمینارترسره شو ،چي پکښي  دسیمي روڼ اندو ،لیکوالانو،شاعرانو،ادیبانو ،اودادب مینه والو ،په کڼ شمېر برخه اخیستې وه .

بایدووایو چي نوموړی سمیناردوې برخي درلودې :

په لومړۍ برخه کي یې د ټولني وغړو ته د سوګند ورکولود مراسمو ترڅنګ ، ښاغلي عادل اڅکزی دټولني د مسؤل ، نعمت الله پښتون یار دمرستیال ، د مشورتي ج ګې لپاره انجینر محمد نبي امید، رحمت الله رحمت او حاجي اختر محمد ، او ورسره عبدالغفار مظلوم جان د پانګي د څانګي لپاره وټاکل شول .

دسمینار دویمه برخه یې دمشاعرې لپاره ځانګړې شوې وه ، چي راغلو شاعرانو خپل خواږه اشعار ولوستل ، دیادوني وړ ده ،په نوموړي سیمینار کي د ښاغلي مېلمه څخه د ټولني لخوا غوښتنه وسوه چي د چمن وادیبانوته ورکول سوی کتابتون چي د عبدالسلام بابا په نوم نومول سوی وواو دامهال دسیمي چارواکو ځان ته ګرځولی ، بیرته له چارواکو څخه واخیستل شي او خپلو اصلي خاوندانو ته ،  چي دچمن یکوالان دي ورکول شي ، خو ښاغلي مېلمه ژمنه وکړه چي  (خبره به زه ضرور دسیمي دچا واکو سره وکړم اوتاسوته به بیرته خپل کتابتون  درکړل شي )

یادونه : دسمینار مېلمه دولسوالۍ نائب ناضم ښاغلي عبدالقیوم خدکوول وو

 

 

داچي نوموړی رپوټ ناوخته خپور شو، زه (حاجي محمد نعیم ) د چم ن دادبي  تړون له غړو څخه بخښنه غواړم .