د مرحوم رحمت ولي كورنى ته دخواخوږۍ پیغام !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20548
عبدالولي امين
دخبریدو نیټه : 2008-08-28

په ډيري خواشيني سره مو خبر ترلاسه كړ چي دافغانستان دملي لوبډلي تكړه توپ وهونكي رحمت ولي تيره شپه ديو لړ عملياتو په ترځ كي د ائتلافي ځواكونو لخوا په خپل كور كي شهيد كړل سوى دى.
رحمت ولي دافغان ملي لوبډلي د يو ډير تكړه توب وهونكو له جملي څخه و ، رحمت و ي چي زما ډير دنژدي دكركټ دلوبي ملګري او ډير ښه انسان او پرمسلماني او افغانيت باندي ولاړاومين پښتون و.
هغه سره به تل دافغانستان دكرارى سولي او پرمختګ فكر ورسره و ، هغه به تل دافغان دكركټ ملي لوبډلي دپرمختګ خبري او هڅي كولي.
دكندهار ولايت او سهيل لويديزه حوزي ټوله اوسيدونكي ،لوبغاړي او په خاص ډول دكركټ وبغاړي دده په دغه بي رحمانه وژنه باندي سخت خواشيني دي او د دغه راز عملياتو  د رديدو ترڅنګ د ده په شهادت كي لاس لرونكو ته دسختي سزا غوښتنكي دي.
موږ دكندهار او سهيل لويديزي حوزي ټول لوبغاړي ورونه دمرحوم رحمت ولي كورني ته دالله پاك له دربار څخه صبرجميل غواړو او په دغه ناوړه پيښه كي دده دكورني سره په غم ځان شريك گڼو.
الله دي و مرحوم رحمت ولي ته جنتونه ور په نصيب كړي (آمين)