١٣٨٣ د سلواغې ١٢
کابل : د افغانستان د اطلاعاتو و کلتور د وزارت يوۀ لوړ يوړي چارواکي چې د خپل نامۀ له اخيستلو يې ډډه کوله هغه خبر رد کې چې ويل کيدل غوث زلمی به د افغانستان د تلويزيون د مشر په توګه ټاکل کيږي .
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د بېنوا وېبپاڼې دا خبر د ځينو باوري سرچينو له خولې ورکړی و .
اوس پاس ياد شوي لوړ پوړي چارواکي ومنله چې ښاغلی غوث زلمی له هالينډڅخه کابل ته رابلل شوی خو د تلويزيون د مشرۍ څوکۍ لا هم معلومه نه ده چې چا ته به ورکړل شي .