بېنوا-کابل
څرنگه چي دروژې مبارکه مياشت
درارسيدو په حال کي ده دافغانستان دعالمانو سراسري شورا له ټولو مخکې ددغې مبارکې مياشتې درارسېدو له امله ګ
انو هېوادوالو اوټول مسلمه امت ته مبارکي وايي اودلوی خدای ( ج) له دربارڅخه هيله کوي چې دمسلمانانو
اطاعات اوعبادات په الهي دربارکې قبول شي اوپه ټول هيواد کې ورورولي ، سوله اوثبات لازيات تامين شي.
دهغې
ديني اواسلامي فريضې او وجيبې له په پام کي نيولو سره چې په هرمتقې اوديندار مسلمان باندې لازم دي چې په دې مبا
که مياشت کې درحمت باران اوالهي فيوضات دده په نيکو کاروبنده ګانو باندي اوري په مقابل کې يې خپلې ديني او
رعي وجيبې ادا کړي اوځان دلوی خدای( ج )په وړاندې دزيات اجراوثواب مستحق وگرځوي .
له دي امله
دافغانستان دعالمانو سراسري شورا دغه ټکي داړوندو ادارو اوخپلوگرانو اوديندارو هيوادوالو پاملرنې ته رسوي.
١_ دراډيو اوتلويزيون له لارې دقرآن عظيم الشان بشپړختم خپرول.
٢_ دروژه ماتي اودسهار له لمانځه م
خکي اوپه پنځه ګونولمونځونوکې دمحمدي آذان خپرول .
٣_ ددولتي اوخصوصي په ګډون په تلويزيوني اوراډيويي پ
وګرامونو کې دې له روژه ماتي مخکې دقرآن عظيم الشان تلاوت اوديني موعظو ته دې زياته پاملرنه وشي .
٤_ دډله
ييزو اطلاعاتو دوسايلو اوپه تيره بيا دراديو اوتلويزيونله لارې دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلتونو اوحکمونو په
اړوندددينې موعظو خپرول.
٥_ دجوماتونو امامان دې له پنځه ګونو لمونځونو وروسته دروژې دحکمونو اوفضيلتونو
، دصالحه عملونو، په ټولنه کې داسلامي اخلاقو درعايتولو اودنورو ديني اواخلاقي ضرورتونو په باب ديني
وست اوموعظو ته زياته پاملرنه وکړي اولمونځ کوونکو ته دي دخپلو ديني روايتونو اوموعظو له لارې گټه و
سوي.
٦_ په ټولو وختونو په تيره بيا دروژي په مبارکه مياشت کي دملي تلويزيون او دنورو تلويزيوني اوکيب
ي شبکو له لاري دغيراخلاقيفلمونو اودبيځايه اومبتذلوپروګرامونو دخپريدو جدي مخنيوی .
٧_ هوټلونه دې دو
ځي په بهيرکي دخوړو له پخولو اوبرابرولو څخه ډډه وکړي اوپه بشپړه توګه دې تړلي وي .
٨_ هغه کسان چي دش
عي عذر په لرلو سره روژه نه نيسي بايد په عام محضر کې له خوراک اوڅښاک څخه په کلکه ډډه
وکړي.
٩_ غيرمسلم اشخاص اوبهرني اتباع دي بايد دروژي دمبارکې مياشتې اودروژه
لرونکو په درناوي په عام محضرکي له خوراک اوڅښاک څخه ډډه وکړي .
١٠_ هغه کسان چي له شرعي عذرپرته روژه
نه نيسي ترجدي پوښتنې لاندې اوعدلي څارنې لاندې دې ونيول شي اودشرعه اوقانون له حکمونوسره سم دي مجازات شي
.
١١_ امنيتي ارګانونه دې دتراويحو لمانځه اودقران عظيم الشان دختم په بهيرکې د جوماتونو اودلمونځ کوونکو
دښه اوډاډمن امنيت دتامينولو په برخه کې لازم امنيتي تدبيرونه ونيسي .