په تخار کې دستنو کډوالو سره دخواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20630

دخبریدو نیټه : 2008-09-01


د لوی افغان ټولنه د تخار د ولايت د خواجه بهاوالدين په ولسوالۍ کې د جنګي داړه مارانو ورستۍ چلند چې د ستنېدونکو کډوالو سره يې تر سره کړۍ په کلکه غندي او د کډوالو سره خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندوي٠
همدا شان د افغان د حکومت د چارواکو د بشر د حقوقو، يوناما او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د نوموړو کډوالو سره ژر تر ژره لمړنۍ مرستې وکړي او د هغوۍ حقه حقوق ، کور ، کلۍ او ځمکې د جنګي داړه مارانو له ولکې څخه خپلو اصلي مالېکينو ته وسپاري٠
د يادونې وړ ده چې دا لړۍ په دې وروستيو کې  د غوڅ اکثريت توکم(پښتنو) په وړاندې د بهرنېو په خاص ډول د ګاونډيو هيوادو د مذدورانو په مرسته په لار اچول شوې ،چې د کوچيانو په وړاندې د محقق د دريځ ، په لغمان، شينډنډ چلال اباد او هلم ند ولايتونوکې  د بې ګناه پښتنو ټول وژنه  د دې امر ښکاره څرګندونه ده٠
په د ناوی          
حامد الوتاند د کليفورنيا ايالت د ٢٠٠٨ کال د اګست د مياشتې ٢٧م ه
تل د وي افغانستان     ژوندی د وي افغان ملت