یو شمیر هېوادوالو ته د هغوي
پخوانیو اوسېدنځایونو ته د دوي د بېرته ستنېدلو په وړاندي دخنډونو د لیري کولو په هکله
:
د تېرو دري لسېزو کورنۍ جګړي د بېساري تاوانونو تر څنګ د اوسېدو د یو شمیر
ځایونو څخه د بېو زله ځینو کورنیو د بېځا یه کېدو او د ګډوالۍ په ناوړه شرایطو کې د
میشت کېدو وروسته چې کله دغو هېوادوالو وطن ته د راستنېدو زړه ښه کړی ، د
هېواد دښمنو کړیو له خوا نیمه خوا شوي او خاوري پریښودو ته بیرته مجبور شوي
.
دا ډول چلندونه د بېلا بېلو هدفونو په موخه شوي . بېوزلې افغانان یا د سیاسي دلایلواو
یا هم د قومې ، ژبنې اوسیمه ایزو شخړو له امله نشې کولاي چې په خپلو سیمو کې میشت شي، په
ارامۍ سا وباسي او یوه حلاله مړۍ ، ډوډۍ پېدا کړي .
دا ټول د چا د لاسه دي ؟ دا
هغه زورواکان او تعصب لرونکې دي چې خپل څټ ته دولتي او نړیوال ملاتړ احساسوي .
زموږ ګیله له دې ځایه پیل کیږي چې څنګه د افغانستان ، سیمې ذاو نړۍ د ټولو
خړو دروند پیټۍ دسیمې د یو توکم په اوږو ایښودل کیږي او بیا نور
د سپینو کوترو په سيل کې راځې . زموږ هر هېوادوال خبر دی چې اور چا ب
کړی اوڅوک په کې سوځل کیږي ، وطن د چا دی او څوک ترې ایستل کېدو ته اړ کیږي .
په همدي موخه په برتانیا کې د اوسیدونکو افغانانو د ټولني په نوښت دسپتمبر د
میاشتې په پنځمه نیټه د افغانانو یو شمېر ملی او مطرح شخصیتونو د افغانستان د اسلامې
جمهوریت دلوي سفیر سره د هغه د کار په دفتر کې و کتل او د خبرو اترو په پاي کې یې د
خپلو اندیښنو لېک افغان حکومت ته د سپارلو په نیت چې متن یې لا له وړاندي د یو لړ
هېوادنیو سایتونو له خوا خپور شوی ، هغه ته ور کړو .
موږ یو ځلي بیا په خپلو
غوښتنو ټینګار کوو چې : د افغانانو دبیلا بیلو قومونو په وړاندي د مور ــ مېري
سلوک ته د پاي ټکی کیښودل شي . د تخار هغو خلکو ته چې د زورواکانو په ګیره
کې دي ازاد اوخپلي مځکي ــ کورونه بیرته وروسپارل شي . هغو مشران او چارواکې
چې د قانونې مجوز پرته یې زموږد بېځایه شوي
وطنوالو مځکې او کورونه د خپ و خواخوږ و د خوشالولو په خاطر نذرانه کړي وي تر کلکي پوښتنې لاندي ونیول شي . د تخار او ټولو سیمو خلک باید واک ولري هره ګړۍ چې یې زړه غوښتې وي بیله ډاره خپلو ځایونو ته ستانه شي . په پوځې عملیاتو کې د ملکې وګړو بچ کوونې ته کلکه پاملرنه وشي . په نړیواله ټولنه اوپه هغوي پوري تړلو پوځې ټولګیو باندي زور واچول شي چې پوځې فعالیتونه د افغان څواکونو په مشوره سرته ورسوي . د ولسمشر کرزي ادري ته وړاندیز کیږي چې زموږ دي
او داسې نور غوښتنو ته د افغان اولس د
سلامتۍ او ارامۍ په نیت غوږ کښیږدي .
په درناوي
سید جان کارواني
د
افغانانو د اکشن کمیټۍ ریس