هندي فلم په افغانستان کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2085

دخبریدو نیټه : 2005-02-03

١٣٨٣ د سلواغې ١٤

کابل : (( ايک دهماکه )) په نامۀ هندي فلم په لومړي ځل افغانستان کې د جمعې په ورځ نندارې ته وړاندې کيدونکی دی .

د فلم جوړونکي وايي   په نوره نړۍ کې به هم  دا فلم په همدې ورځ نندارې ته وړاندې کيږي خو دا به لومړی ځل وي چې يو هندي فلم په افغانستان کې له نورې نړۍ سره په يوۀ وخت نندارې ته وړاندې کيږي .

د فلم جوړونکی عرفان خان وايي دی په هيله دی چې په کابل کې به ځينې افغان چارواکي به د لومړۍ نندارې پر وخت حاظر وي . د افغان چارواکو له لورې تر اوسه په دې باب څه نه دي ويل شوي .