دلوګردوالي په اړه د تسليت او غمشريكۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20854

دخبریدو نیټه : 2008-09-13


په ډيري خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه كړ چي نن شنبه سهار د نهو بجو پر مهال كله چي د لوګر والي ښاغلي عبدالله وردګ له كوره  د كار پر لور روان وو د يو تروريستي بريد په ترڅ كي  د هيواد د دښمنانو لخوا شهيد كړاي شو.
زه دده مړينه يوه ستره ضايعه بولم ، ده ته د فردوس جنت او كورنۍ ته يي د الله (ج) له در بار څخه د جميل صبر غوښتونكى يم .


انا لله و انا اليه راجعون
جمعه خان همدرد
د جمهوري رياست سلاكار او د پكتيا والي