حنان حبيبزى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20899
خالدهادي حیدري
دخبریدو نیټه : 2012-01-22

حنان حبیبزی د ۱۹۷۷ کال د فبرورۍ په میاشت کې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیله ګي سیمې د شینوارو په کلي کې زیږیدلی دی.  دی درې کلن وو چې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ او کورنۍ يې پاکستان ته کډه وکړه.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په پیښور کې د سید جمال الدین افغان په لیسه کې بشپړې کړې، په ۱۹۹۶ کال کې د بغلان پوهنتون (چې هغه وخت د ناصر خسرو بلخي په نامه یادیده) د طبیعي علومو له پوهنځي فارغ شو. د ۲۰۰۱ لومړي کال په وروستیو کې د ژورنالیست په توګه راښکاره شو او په سختو شرایطو کې يې د افغانستان له شماله د روانو حالاتو په اړه د بي بي سي پښتو او پاړسي خپرونو ته راپورونه چمتو کړل.  په ۲۰۰۲ کال کې يې د بي بي سي ترڅنګ د رویټرز له خبري اژانس سره هم کار پیل کړ او د ۲۰۰۶ کال تر نیمايي پورې دغلته پخپلو فعالیتونو بوخت پاتې شو.
د رویټرز لپاره دده ډيری راپورونه نه یوازې په نړوالو ورځپانو لکه نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ او د برتانیا په ټایمز کې خپاره شوي دي، بلکې په پښتو او پاړسي  ژبو هم ژباړل شوي.  په ځانګړي ډول د شمالي ولایاتو د تاریخي اثارو د چور او تالان په ضد د ښاغلي حبیبزي هڅي او راپورونو په نړیواله کچه د یونسکو او نورو فرهنګي ټولنو پام ځانته واړوو.
په ۲۰۰۶ کال کې د بي بي سي د پښتو خپرونې د مشرتابه له خوا انګستان ته وبلل شو او د څه مودې لپاره يې په لندن کې د بي بي سي په مرکزي برخه کې د خبرونو د چمتو کونکي او وړاندې کونکي په توګه کار وکړ. د ۲۰۰۷ کال په اوږدو کې بیرته افغانستان ته ستون شو او هلته يې د بي بي سي د کابل په دفتر کې د خبریال په توګه خپله دنده پرمخ بوتله او د رویټرز اژانس سره يې هم خپل کار ته دوام ورکړ. 
د ۲۰۰۸ کال په اخر کې يې له بي بي سي استعفا ورکړه او انګلستان ته ولاړ او د لندن د هارو په کالج کې يې  انګریزي ژبه  زده کړه.  ښاغلی حبیبزی بیا د انګلستان د کاونټري پوهنتون ته لاړ او هلته يې  د نړیوال ژورنالیزم، رسنیو او کمونیکشن په څانګه کې ماسټري وکړه.  د انګلستان په بیلا بیلو ښارونو کې يې په نړیوالو او سیمه ییزو علمي سیمینارونو کې ګډون وکړ او په یو شمیر برتانوي ژورنالونو او علمي کتابونو کې يې د افغانستان د حالاتو په اړه مقالې خپرې شوې.
له دغو کتابونو څخه یو هم د افغانستان د جګړې د پوښښ په اړه هغه علمي کتاب دی چې د برتانیا د لنکولن پوهنتون خپور کړ، ددې  کتاب هرڅپرکی د بیلو بیلو پوهانو له خوا لیکل شوی دی، د یو شمیر امریکايي، اروپايي او اسټرالیايی پوهانو ترڅنګ ددې کتاب یو څپرکی حنان حبیبزي لیکلی دی.
دغه کتاب د Afghanistan, War and the Media: Deadlines and Frontlines   په نامه یادیږي، د برتانیا د نیوزلینډ، امریکا، اسټرالیا او د نورو اروپايي هیوادونو په پوهنتونونو کې ترې د افغانستان په اړه لکچرونه جوړیږي او ددغو پوهنتونو په کتابتونو کې د لاس رسي وړ دی، د امازون له لارې يې هم ترلاسه کولئ شئ.

دی په لندن کې د خپلو څانګیزو علمي او ژورنالیسټيکو فعالیتونو په اوږدو کې د ویټرانیز ټوډې http://www.veteranstoday.com/author/habibzai/ په نامه یو امریکايي ژورنال ته لیکنې کوي چې دمتحدو ایالاتو تقاعد شوي سیاسي او پوځي کارپوهان يې پرمخ بیايي. دی په پښتو او انګریزي ژبو یو بلاګ لري ، دفیسبوک او ټوایټر پاڼې هم لري چې په دې پته يې کتلی شئ.
پښتو بلاګ: http://hananhabibzai-pashto.blogspot.com
انګریزي بلاګ: http://hananhabibzai.blogspot.com
د فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/hanan.habibzai
د ټوایټر پاڼه: @ HananHabibzai
دی همدا راز د کاونټري پوهنتون د پخوانیو زده کونکو د ټولنې Alumniد بهرنیو اړیکو د مسول په توګه په دغه پوهنتون کې پر کار بوخت دی. ټاکل شوې ده چې ښاغلی حبیبزی د برتانیا په یو معتبر پوهنتون کې د روان کال د سپټمبر په میاشت کې د نړیوال ژورنالیزم په برخه کې خپله پی ایچ ډي پیل کړي.

 
دی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو ترڅنګ په انګریزي، اردو او پاړسي ژبو پوهیږي او د خپلو ورځنيو ژورناليستيکو چوپړونو تر څنګ په هيواد کې دننه او بهر له بيلابیلو پښتو ويبپاڼو ، ورځپاڼو ، مهالنيو او مياشتنيو خپرونو سره قلمي همکاري لري او تر اوسه يې په لسګونو بیلابيلي څيړنيزي او مالوماتې ليکنې په مورنۍ ژبه خپرې شوي دي او یو وخت يې ښه شعر هم لیکه چې اوس يې پریښی دی. د شعر یوه بیلګه يې داده:
خوب

د تنهاييۍ په زوړ پالنګ كې
سترګې پټې چې په خوب وكړم
ها تصوير دې
په نخرو كې را روان
راته له لرې
ځوروي مې كړوي مې
نه پوهيږم چې جادودی
او كه هسې خوب خيال
يا احساس د خوږې مينې
چې ګرځيږي راګرځيږي
زما د ذهن پر ګنبزو
حنان حبیبزی دیو ډير خوږ او مینه ناک مزاج څښتن دی، د ملګرو او انډیوالانو په زړونو کي اوسیږي ، دیو لوړ تخیل ، ښکلي او درانه تهذب څښتن دی او په موسکینه خوله ئې همیشنۍ خندا د مخاطبانو زړونه دده پرلور راکاږي.