د انترنت خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20948
امین زی
دخبریدو نیټه : 2008-09-18

په پښتو انټرنټي وېبپاڼو  www.aminzay.com   يوه بله ادبي اوکلتوري وېبپاڼه هم ور زياته شوه. 
  امين زى ټکى کام    www.aminzay.com   دليکوال اوشاعر همت الله امين زى وېبپاڼه ده چې ډېره ښکلې ډيزاين شوې چی کره او په زړه پورې مالوماتي مطالب لري چې نوې پرليکه شوه.
همت الله امين زى په ١٣٦٥ لمريزکال کې دميدان وردګو و ايت دنرخ ولسوالي دتوکرک نومې درې دحاجي امين الله باباپه کلي کې په يوه دينداره درنه او روڼ انده کورنۍ کې زېږ ېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې په نوموړې سيمه کې دشهيدقاضي ګل محمدپه منځنۍ ښونځي اودمحمدموسى شهيدپه م توسطه کې ترسره کړي او دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون و وسته دکابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون دودانولودپوهنځي دصنعتي اومدني ودانيودڅانګې محصل دى. همداشان ښاغلى امين زى دافغانستان ژورنالېستانودملي ټولنې دبهرنيواړيکو دمرستيال او دټولنې وياند،همداشان دژورناليست اونېزې،څارنوال اونيرې،ميدان ځوانان مجلې،مرڅله مجلې، تجارت اومعاملات مج ې، سباوون مجلې ،سحرګاهان مجلې اودښځودځانګړې مجلې دکتنې هيئت غـــړى،دافغانستان دملي راديوتلويزيون وياند،دخپرونودکميسون غړي،اوپه ځينو نوروادارو لکه دميدان وردګوولايت اوداطلاعات اوکلتور وزارت کې همکا پاتې شوى دى. چې اوس مهال ددې ترڅنګ چې دپوهنتون محصل دي،په ميدان وردګوولايت کې دافغانستان دآزادوژورنا يستانودټولنې استازى،دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشر،دمڼې مجلې مسوول چلوونکى اودتعليمي اوتربيتي راديوتلويزيون ډيرښه همکاردى. چې که څه هم چې دهمت الله امين زي په ځانګړې توګه کوم اثرنه دې خپورشوي خوله مطبوعاتوسره خورامينه لري چې په زياتومجلو،جريدو، ورځپاڼو،راديواوتلوېزيون اوځينووېبپاڼو له لارې يې عرونه اونورې ليکنې خپرې شوي اود (مينه)  www.aminzay.blogfa.com   ترسرليک لاندې ټولنيز ادبي (داخونوبياستادخولې خبرې دي) وېبلاک لري،چې اکثراً ادبي ليکنې پکې خپروي چې ځانګړي لوستونکي اومينه وال ل ي. چې اوس يې دامين زى ټکى کام  www.aminzay.com   په نامه يوه ادبي اوکلتوري وېبپاڼه نوې په ليکه شوه.