کابل - د وږي ٢٨مه
د لوبې مهالنۍ مجلې
پرله پسې درېيمه ګڼه په ښکلي او رنګه بڼه په ٤٠ مخونو کې په کابل ښار کې تازه له چاپه راووته .
د مجلې په
لومړي مخ د اولمپيک په سږنيو سياليو کې دژېړو د مډال افغان ګټونکي روح الله نکيپا او په خوست کې دام
يکايي پوځيانو په ډزو د کرکټ دملي لوبډلې د وژل شوي لوبغاړي رحمت ولي انځورونه راغلي دي .
دغه ګڼه کې د
سرمقالې په ګډون تر ١٩ سرليکونو لاندې ، مرکې ، کورني او بهرني خبرونه ، مقالې او د اولمپيک د مډال
ګټونکو نوملړ چاپ شوى دى .
د لوبې دغه ګڼه هم د تېرو ګڼو په څېر په رنګه عکسونو سمبال ده او په
سګونو عکسونه په کې چاپ شوي دي .
د لوبې په تازه ګڼه کې د هېواد له وتلي خو له پامه غورځېدلي کراټې
استاد او د پولادي او اوسپنيز شخص له ا لقابو ګټونکي ډاکټر خوشحال قريشي سره مرکه شوې ده .
لوبه م
جله دا مهال د هېواد له ١٢ ولايتونو پرته په پاکستان ، امريکا او لندن کې هم استازي لري .
د
دغې مجله موسس زراب شاه زهير ، د امتياز خاوند جاويد احمد هميم کاکړ او مسوول مدير يې حامد
بابر امين زى دى .
همدارنګه ، حکيم بشارت ، عبدالله الهام جمالزى او نعمان دوست يې د کتنپلاوي غړي
دي .
لوبه ، په هېواد کې لومړنى رنګه مجله ده چې يواځې سپورټ ته ځانګړې شوې ده .
د لوبې مينوال کولى شي د خپلې
خوښه دغه مجله دکابل ښار په شاه شهيد کې د ابدالي سپورتس ، په جلال آباد ښار کې د ګودر کتاب پلورنځي او په
خوست ښار کې د پوهنه کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړي .
د لوبې مجلې لومړۍ ګڼه په ثور او دوهمه يې په سرطان م
ياشت کې چاپ شوي وې .