د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21181

دخبریدو نیټه : 2008-09-29

 

د وردګو د کلتوري یون مشرتابه  پلاوی ټولو افغانانو، د دې متن ګرانو لوستونکو  او د ګرد اسلامي امت وګړو  ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له ام ه د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای  (ج) له دربار څخه هیله من یو چې  د ژوند دغه مبارکې او رنګینې لح ظې د خوښۍ سولې، امن او سوکالۍ په شیبو کې تیرې کړی. همدارنګه هیله من یو چې لوی خدای ( ج) د  ټولو مومنانو لم ونځونه، روژې او عبادتونه پخپل دربار کې قبول او تاسو ټول د حاجیانو او غازیانو له ډلې څخه حساب کړي.

اځی  ټول په یوه خوله داسې دعا وکړو چې یا الله د د ې نیکمرغه کوچني اختر د دې رنګین مناسبت په روی،

یا الله ستا د عظیم دربار د ځانګړې مهربانۍ، ترحم، شفقت او عظمت په روی،
یا الله ستا د ځانګړې رمضان د وریښمینې م یاشتې  د مبارکو لحظاتو د انوارو په برکت نور نو زموږ ګران افغانستان، زموږ سپيره خلک او غم لړلی چاپیریال د تل لپاره د هر ډول ناخوالو، ورانیو او جګړو له ګردابونو څخه د یوې ریښتنې سولې او ثبات لوري ته روان کړې څو زم وږ ځپل شوي  خلک لږ تر لږه د آرامۍ په فضا کې د خپل بیوزله  ژوند تیرولو شونتیا تر لاسه کړي.

ه ه ورځ مو اختر او اختر مو بختور
د وردګو کلتوري یون