دزابل ولايت دي سيمه يزي راډيو پرون په خپرونو پيل وکړ چي ددې سيمه يزي راډيو دستګا دايتلافي پوڅونوپه مرسته په دې ورسيتو کې ددغه ولايت داطلاعاتو اوکلتوررياست ته ورکړل شوې وه چي داطلاعاتو او کلتوررياست دکارکوونکوله خوا پر ون منتاژ او ودرول شوه .
داراډيو په ٧٨٠٥ ميګا هرتزپه څپو سر فعاليت پيل کړ ى دى او خپرونې يې تر ٢٥ کليوميترۍ پورې واټن تر اغيز لاندي نيسي ، او په ورځ کې به ددې راډيو نشرات تر څلوروساعتوپورې دوام مومي ."
ديادونې وړ ده چي په زابل کې له ٢٦ کلن ځنډوروسته دا راډيو په خپرونو پيل کوي
او ٢٦ کاله وړاند يه نوموړي ولايت کي يوې سيمه يزې راډيو خپرونې کولي چي څپي دګاونډي هيواد پاکستان تر کوټي او لورلايي (بوري ) پورې رسيدې چي وروسته ددونيمو لسيزو دجګړوپه اخ وډب کي له فعاليته ولويده