د هلمند د ولایت مطبوعاتي اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21714

دخبریدو نیټه : 2008-10-28

د ولایت مطبوعاتي اعلامیه
نېټه: د ۱۳۸۷ د لړم د میاشتې ۶
د هیواد دښمنان پر بیګناه افغانانو خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي
هلمند-افغانستان: څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغانانو دښمنانو په ډیرې بې رحمۍ سره د یوه بزګر سترګې د کورنۍ د غړو مخې ته وایستلې. د هلمند ولایت مقام د افغانستان د خلکو ددښمنانو دغه جنایت په کلکه غندي.
دغه بزګر چې اوس د دولت خوا یې درمنله کیږي روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی.
د دښمنانو دغه عمل یو غیر اسلامي عمل دی او د افغانانو له دود او دستور مخالف کار دی. دا لومړۍ ځل نه دی چې د هیواد دښمنانو په هیواد کې داسي ناوړه او غیر اسلامي کارونه ترسره کړي دی. دوه کاله مخکې هم د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د هیواد دښمنانو یوه سپین سرې ښځه چې د ۷۰ کالو وه، دولت ته د جاسوسۍ په تور ووژله. دې ته ورته ډیر نور مثالونه هم شته.
د تلې په میاشت کې 27 تنه هیوادوال چې د کار په موخه ایران ته روان وه د طالبانو لخوا په د کابل هرات د لویی لاری په اوږدو کی  په شهادت ورسیدل. د دولت امنیتي ځواکونه له دغه شان ظلمونو څخه د افغانانو ساتنې دنده لری. خو د افغانانو دښمنان تل د افغانانو د ځورولو ژمن کړي ده.
د هلمند ولایت مقام د وروستیو پیښو له ټولو دردیدولو کورنیو سره خپله خواخوږي څ ګندوي.او د قربانیانو کورنیو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوی.

د هلمند د والی د یاند دفتر
تلیفون شمیری: 0799534053 - 0700302009