په مونشن کی ديو ادبي بنډار خبرتیا
د جرمني په مونشن کې د میشتو افغانانو اسلامي او کلتوري مرکز د خپلو نوښتونو په لړ کې
غواړي چې هره میاشت د افغانستان د ادبي او فرهنګي څېرو سره کلتوري او ادبي غونډې جوړې کړي . موږ
د خپلو دې غونډو پیل د پښتو ژبې د ځوان شاعر اجمل اند سره دیو ماښامني ادبي بنډارڅخه کوو .
چې
په کې به د یوې ماښامنۍ مشاعرې په ترڅ کې د اجمل اند سربېره د ګڼو نور شاعران هم خپل شعرونه واوروي .
دا غونډه د همدې کلتوري مرکز په دفتر کې جوړېږي او ټولو هغو کسانو ته چې غواړي زموږ سره په دې شاع
انه بنډار کې برخه واخلي د ګډون بلنه ورکوو .
نېټه ، د شنبې ورځ ، د نومبر لومړۍ نېټه ۲۰۰۸ میلادي
کال
وخت د ماښام : اوه بجې
د پتې او نورو معلوماتو لپاره : په دې شمېرو اړېکي ټېنګولای شئ :
004915150413594
00491735785476