جرمني :دافغانانو دکولتوري ټولنې ملاتړاو پرېکړه لیک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21855
بســـــــــــــــــمل
دخبریدو نیټه : 2008-11-03

جرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې ملاتړاو پرېکړه لیک

۰۳ـ۱۱ـ۲۰۰۸


نن  ورځ زموږ دکولتوري ټولنې غړو یوه فوق العاده غونډه وکړه چي لاندې پرېکړې یې  پکې وکړې :
موږ دافغـان کارپوهانــو دمظاهرې کومه به چي درات ونکې شنبې په ورځ په بلجیم کې دناټو دپوځي ســـــازمان د مرکز مخې ته وشي په کلکه ملاتړ کوو او له هغوی څخه هیل ــــه کوو چي  له خپلو غوښــــتنو سره  یو ځای زمـوږ د کولتوري ټولنې دا لاندې غوښتنې هم ونغاړي  :
۱ ـ دا چي کابل ناستې اداره دخپل واک نه ده نو دناټو له پوځي سازمان څخه هیله کووترڅو، سپینه ماڼـۍ دې ته وهڅوي چي، فورأ زموږ په هیواد کې اوربند اعــلان او دیو نړیوال  کنفــــرانس په ترځ کې له وسلوالو مخالیفینو س ه  د خبرو له لارې یوه منلې اداره زموږ کړېدلي هیواد ګران افغانستان ته غوره کړي  .
۲ــ زموږ دکولتــوري ټولنې غړي اوګڼ شمېرافغانان به  له ښاغلي بارک اوباما اودموکراتانوڅخه په هغه صورت کې ملاتړ وکړي  چي، تر ټولو لمړی  دافغانستان په اړوند خپله ستراتیژي زموږ  د ولـــــس  له  دود او دستور سره برابره جوړه  اودجمهوري غوښتونکي سیال ګوندهغه سرتمبه اومغروره غړي  دافغانســــــتان له جنګي مجرمینو
س ه  یو ځاې نړیوالې محکمې ته راکش کړي کومو چي، په افغانستان  اوعراق کې دامریکا نړیوال حثیت ته ډېر زیان و ساوه .
۳ ــ دبن دکنفـــــرانس یوه له ټوله لویه سهوه دا وه چي زموږ تاریخي غلیم (انګرېز) ته یې پکې ځای و کړی  و دا لا پسې بله  ناوړه اواخلاقي سهوه وه چي پوځیان یې هم  په اصطلاح  د سوله ساتو په ډله کې  اولېږل،تاسو پخپله  ښه ولیدل چي  په هلمندیې څه ډول چارې وکړې  داځل بایدحتی په یوه وړه غونډه کې هم  انګرېزانو ته ځاې  ځکه ور نه کړل شي چي، دلېوه زوی که هرڅومره ښه وروزﺉ،بیا هم څیرونکی لېوه پاته کیږي ددې  خبرې دثبوت لپاره د انګرېزي صدراعظم پرونۍ څرګندونې کفایت کوي  چي وېلي یې دي، دا چي په افغانســتان کې جګړه وانه ده نو دسولې  خبر ې بې ګټې دي .
۴ ــ موږ دناټو له غړیو هیوادونو څخه په کلکه  دا دوستانه هیله کووچي، دخواجـه بها الدین او سرپل دپښتنو په ستونځه کې په مخامخ ډول مداخله وکړي او پښتانه له دې  لویې  جفا اوناروا څخه وژغوري .
۵ ــ دناټو هیوادونه دې  دخپلو ستراتیژیکو ګټو دخوندي کېدو لپاره افغانســــ تان  ته په  فوق العـــاده ډول دناټو غړیتوب ور په برخه کړي  ترڅوزموږ غلیم ګاونډیان نور چپ هم را ونه کتلای شي،  کله چي دیونړیوال کنفـرانس له لارې زموږ دهېواد لپاره یوه حقوقي او منلې اداره غوره شي بیا ناټو کولای شي چي،له افغانستان څخه ووزي موږ به خپل هیواد پخپله ساتو او ددوستو هېوادونو ستراتیژیکې ګټې به دخپلو ملي ګټـوپه نظر کې نیولو سره ساتو .
 ۶ ــ له ټولو هیواد والو څخه جدي هیله کوو چي دخپل ګران هېواد دخپ واکې د۹۰ یمې کلـــــــیزې دلمانځلو تر را رسېدو پورې انګرېزان  زموږ له پاکې خـاورې څخه وباسي  دا ځکـه چی، دوی ورور په ورور وژلی، هر جګړه مار دوی زېږولی ،دوی روزلی او دوی زموږ په سیمه کې دجګړو په اوږدولوسره  دخپلوناکامو نیکونوغچ اخیستلو ته دوام ورکوي .