ګرانو ورونو! کومه پيښه چې دسه شنبې په ورځ په کندهار کښې وشوه ايا دغه غبرګون چې زمونږ انتخاب شوي رېس جمهور او دکورنيو چارو وزارت وښود دهغه مظلومو شهيدانو د کورنيو لپاره بس وي؟
ايا دهغوې دتازه زخمونو لپاره به ملهم وګرځې ؟
ايا مونږ نن غلامان نه يو؟
زه به هم د ښاغلې ريس جمهور په شان ووايم چې په نوموړې پېښې خواشينې ښکاره کوم خو څه ګټه شته زمونږ ګران ورونه او خويندې خو يې دغم په ټغر کښينول.
ښاغلې جمهور يسه! چې نن تاسو دخپل مظلوم ملت پوښتنه نشې کولې دا ومنې چې په هغه ورځ به ستاسو ګريوان او زمونږ به اسونه وي په کومه ورځ به چې لوي رب ج اواز وکړې چې نن د چا پاچهې ده او دچا لپاره ده ؟
نو په هغه ورځ به بيا د بش او صليبيانو دا دروغجنې دسيسې او دا دروغجن سياست نه وي هلته به مظلوم ته خپل حق ورکول کېږ ې او ظالم به د خپلو ظلمونو اجره وګورې ٠
ښاغلې جمهورريسه! که نن مو نږ غلامان نه يو نو تاسو بادارن
لطف وکړې او د غلامې تعريف مونږ ته په همدې ويب پاڼه کښې نشر کړې چې مونږ پوه شو چې غلامې څه ته واېې ؟ په
پاي کښې د غمجنو افغانانو د خوښې په هيله
هغه څوک چې ته يې غوښتلې او خپله يو رايه يې در ډالې کړه او نن
په پردې هيواد کښې د حلالې روزې لپاره د ګرانې مور څخه لرې د بيلتون شپې سبا کوي .
--------------------------
د لوی افغان د ټولنې غندن لیک
د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د لوی افغان ټولنه د کندهار په شاولي کوټ کې د
ناتو د ځواکنو وروستۍ وحشيانه بمباردمان چې د واده مراسم يې په داسې وير بدل کړ،چې د ټول افغان ملت د زغم
کاسه يې په سر واړوله، په کلکه غندي،او د پېښې ټولو شهيدانو ته د پاک خدای (ج) د درباره ځېنې د فردوس جنت او
پاتې کورنيو او خواخوږو ته يې د زغم او اجر غوښتنه ٠
همدا شان د ټول افغان ملت څخه په ډېر درنښت هيله کوي
چې دا ، او ورته کړنې د سوليئزو مظاهرو او غونډو په ترڅ کې په کلکه وغندي ترڅو خپل غږ د نړېوالو کڼو غوږ
ونو ته ورسؤ او پدې توګه وکولای شو د داسې مرګوني بمباريؤ او ورانېؤ مخه ونيسو٠
تل د وي
افغانستان ژوندۍ د وي افغان ملت
حامد الوتاند د
٠٠٨کال د نوامبر د مياشتې ٥ مه