دارواښادعبدالهادي هاندپه مړینه خوراډېرخواشینی سوم . ماله مرحوم هاندسره له هغه وخته پېژندل چي دکندهاردمیرویس په لېسه کي یې درس ووست. بیامي دلوړوتحصیلاتوپه وخت کي هم ورسره لیدل اوکتل . خورازیات مشفق اودوست انسان و. په فرهنګي فعالیت کي هم ښه وځلېد. دتحقیق په کارکي یې هم کارونه ترسرنه تېرول.وروستی وارمي په کندهارکي څوکاله وړاندي ولید.دواړه یودبل په لیدوډېرخوښ سوو. خوماته یې روغتیایي حالت ی سم ښکاره نسو.داسي راته معلومه سوه چي دهیواددوروستیو سیزوسختوشرایطویې آن ورتمام کړی و.مرګ حق دئ خوددانشمندانواومنورینومړینه په اوسنیوحالاتوکي درنه تمامیږ ي. پاک خدای دي ده ته دآخرت ښې وښادۍ ورکړي اوکورنۍ ته دې صبروزغم ورنصیب کړي. آمین .
محمدمعصوم
هوتک
دډسمبردوهمه ۲۰۰۸ع
--------------------------
دهیواد دتکړه ژورنالیست محقیق او علومو داکاډمۍ غړی ارواښاد استاد عبدالهادي هاند په مړینه ډیر زیات خواشینی شوم
ار وا ښاد هاند د افغا نستان د علومو اکاډيمي علمي او مسلکي غړي او ډيره موده يې دافغا نستان د علو مو ا کا ډيمۍ د اجتما عي علو مو د مر کز نشرا تي خپر ونه ((اريا نا مجله ))چلو له اودخپل عمر په ۵۲ کاله کي ئې زيات علمی اوتحقيقاتي اثار په م يراث پرېښودل هغه دعلمي او څېړنیز شخصیت تر څنګ يو هيواد پا لو نکی، دخپل وطن په حالاتو خوږ،متواضع انسان و. هغه زما سره د کندهار په مشرقي لیسه کي زده کړي کولې او د وختونو وختونو دوستانه مو لرله .زه په ډیر خوا ني حالت کي د ارواښاد مړينه هېواد ته يوه ستره ضايعه ګنم او ځان په دې غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ ، دکندهار دفرهنګپالو او ټولوهېوادوالو سره شريک ګنم.
روح دې ښاد اومزار دې فردوس وګرځي
عبدا خالق فضل
استرلیا
-------------------------------------------
هېواد دتکړ ه ژورنا
يست ،څېړونكي، او خطاط استاد عبدالهادي هاند د ناڅاپي مړينې په اړه مو په ډېره خواشینۍ س
ه خبر تر لاسه كړ. چي د نجم الدین اخندزاده علمي او کلتوري ټولنه او د تلوسې اداره
د ارواښاد مړینه د بښتنې ټولنې لپاره يوه ستره ضا يعه بو لي او دده مړ ينه د افغا نستا ن ټو
لو علمي کړ يو لپا ره نه جبرانیدونکی ضا يعه گني٠
د نجم الدین اخندزاده علمی او کلتوری ټولنه
او د تلوسی اداره دده د مړينې له کبله دده محتر مې کو رنۍ او ټو
لو دو ستا نو او ملګرو ته تسليت او خو ا خوږي وړ اندې کوي او كورنۍ او ملگرو ته یې د زړه صبر
غواړي
اروا دې ښا ده وي.
د نجم الدین اخندزاده د علمي او کلتوري ټولنې مشر
زرخان څارن
-------------------------
د خو ا خو ږۍ پيغام
د بينوا سا يټ له لارې مې په خو اشينۍ سره خبر تر لا سه کړچې د
افغا نستان د علو مو ا کا ډمۍ علمی غړی ښا غلی عبد الهادي ها ند تيره شپه په کند هار کې په حق ور سيد٠ انا لله و
انا اليه را جعون٠
ار وا ښاد هاند د افغا نستان په علو مو ا کا ډيمۍ کې درې لسيزې په علمي او تحقيقي کا رو نو بو
خت او ډيره موده يې دافغا نستان د علو مو ا کا ډيمۍ د اجتما عي علو مو د مر کز نشرا تي خپر ونه د اريا نا مجله
چلو له او د همدې مجلې مد ير و٠ خدای بښلی بر سيره پر دې چې يو تکړه محقق و،يو هيواد پا لو نکی، متواضع، بې کب
ه او د ښو صفا تو او اخلا قو خا وند و٠ ما شخصا دی پيژ انده ځکه چې ډيره مو ده په ګډه سره دو لتي مطبعي ته تلو او
هلته به مو د کتا بو نو د چا پو لو چا رې پر مخ بيو لې٠
زه د ارواښاد مړ ينه نه يو ازې د افغا نستان د علو مو اکا
يمۍ ته يوه ستره ضا يعه بو لم، بلکې دده مړ ينه د افغا نستا ن ټو لو علمي کړ يو له پا ره هم نه جبيره کيدو نکي
ضا يعه ده٠
زه دده په مړ ينې له کبله دده محتر مې کو رنۍ او ټو لو دو ستا نو او ملګرو ته تسليت او خو ا خوږي وړ
اندې کوم او د لوی خدای پاک نه ده ته جنتو نه غواړم٠ الله دې وبښې او اروا دې ښا ده وي.
 
; &n
bsp; په در نا
وي
&
nbsp;
دکتور لطيف ياد- استر اليا
-----------------------------------------------------------------------
د ارواښاد څ يـړونکي عبدالهادی هاند د مړيني په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواخوږي پيغام
په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړه چي د هېواد يو نامتو علمي او فرهنګي شخصيت خداي بخښلي عبدالهادی هاند په ح ق ورسيد.
ارواښاد د افغانستان د علومو اکاډيمي علمي او مسلکي غړي او د هېواد يو خواخوږی فرهنګپال
شخصيت په توګه د ولس په علمي او فرهنګي بهير کي تل مدام ونډه اخيسته او ډېر علمي او څيړنيز اثار يې ليکلي او
خپاره کړي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد مړينه هېواد ته يوه ضايعه
ګني او ځان په دا غميزه کې د خداي بخښلي کورنۍ او هېوادوالو سره شريک ګني.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د
وي څښتن تعالي د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د دوي درني کورنۍ ته جميل صبر غوښتونکي دي.
روح دي ښاد
وي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
------------------------------
د هېواد د ښه ژورناليست ،څېړونكي،توكمپوه او خطاط عبدا
هادي هاند
د ناڅاپي مړيني په اړه د علامه رشاد اكاډيمۍ د خواخوږۍ پيغام
مرګيه رب دي نيمه خوا كه
سم
سور ګلونه رژوې، شاړ سوه باغونه
په ډېره خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه كړ ، چي د هېواد د نامتو ژورناليست
،څېړونكي،توكمپوه، خطاط او د افغانستان د علومو د اكاډيمۍ غړى استاد عبدالهادي هاند، د تل له پاره د دې
فانې نړۍ څخه سترگي پټي كړې.
انا لله و انا اليه راجعون
علامه رشاد اكاډيمي د نوموړي روح ته د دعا تر څنگ، د
دوى دكورنۍ سره ځان په دې غم كي شريك بولي ، درنې کورنۍ او د ده ټولو ارادتمندانو ته د زړه صبر
غواړي
علامه رشاد اكاډيمي - كندهار
-----------------------
۱۱ / ۹ / ١
٨٧
سويډن - دمالموښار
دډله ايزورسنيوله لارې موخواشينونکۍ خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان د علومو داکاډمۍ
غړی ، تکړه لیکوال اوپېژندل سوې څيرې کاندید اکاډمیسن عبدالهادي هاند دورپېښي سوی ناروغۍ له امله دابد
لپاره له دې نړۍ نه سترگې پټې کړې . اناالله و انا اليه راجعون
دغم خبره داده چي له يوې خوا دپرديو په
بم اوريو، راکټونو اوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ بيگناه افغانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي
څښتن زموږ څخه داسي کسان هم جلا کوې چي افغان ولس ئې په بيلتون ډير زيات خوار او زورېږي .
ا
واښاد هاندصاحب يو تکړه محقق او هيواد پا ل شخصيت و،هغه د افغا نستان د علو مو ا کا ډيمۍ فعال غړی او ډيره م
وده ئې هلته د اجتما عي علو مو د مر کز نشرا تي خپر ونې ((اريا نا)) مجلې دمدير په توگه دامجله چلوله .
هاندصاحب دغښتلي قلم خاوندپه توگه زيات علمی اوتحقيقاتي اثارله ځان څخه زموږ دهيواد راتلونکی نسل ته په مي
اث پرېښودل .
مرحوم هاند صاحب ديوافغان په توگه دخپل عمر په دوام کي دافغان ولس دښېرازي اوبسیا ينې لپاره
دخپل توان له مخې زيار ايستلی اوپه پاکولاسويې ټولی ورسپارل شوی دندي سرته رسولي او تل ئې په افغانستان
کې دسولي او ملي يو والي دتامين لپاره دخپل توان له مخي زياراوزحمت ايستلۍ دی .
موږ پداسي حال کې چي دنوم
وړې مړينه نه يو ازې د افغا نستان دعلو مواکا ډيمۍ ته يوه ستره ضا يعه بولو بلکې دافغا نستان ټولوعلمي اوفرهنگی
کړ يواوهيواد والوله پاره ئې يوه لويه او نه جبيره کيدونکې ضا يعه بولو، دهغه دکورنۍ ټولوغړو، دوستانو
اوټولو علاقمندانو ته دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دصبر اوحوصلې غوښتنه کوو . روح دې ښاد اوياد دې ابدی وي
په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې
اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په
استازيتوب
حبيب الله غمخور
--------------------------------