دارواښاد محمد علم بڅرکی لنډه پیژندنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22423
زمری محقق
دخبریدو نیټه : 2008-12-13

 د محمد علم بڅرکی دوفات د شپږمی  کلیزی په مناسبت 

محمدعلم بڅرکی په  ۱۹۲۱ م کال کی زیږیدلی دی . لومړنی زده کړی یی دکندهار د احمد شاه بابا په لیسه کی تر سره کړی او بیا د کابل  پوهنتون د طب پوهنځی کی شامل سوی خو د خپل طبیعی میل په اساس یی پوهنځی پر ایښی او په ټولنیزو او سیاسی چاروکی مصروفه سوی دی

مرحوم بڅرکی لومړی د کندهارد مجلی مدیر او بیا وروسته یی د کندهار د مطبعی د مدیریت چاری پر مخ بیولی دی . محمد علم بڅرکی چی خپله یو آزاد فکره او د مترقی افکارو څښتن ؤ نویی په نوموړی مجله کی د روڼ اندو مترقی ، انقلابی او علمی لیکونو ته ،د هغه وخت  د اختناق سره سره،  لاره خلاصه کړه .

دی د ویښ ځلمیانو د سیاسی غورځنګ په وخت کی د کند هارد ځلمو دڅانګی منشی ؤ چی په دغه وخت کی په وارو وارو د وطن پریښودلوته اړ سوی او فراری سوی دی او د ویښ ځلمیانو د نیولو او بندی کولو په لړ کی دی هم د کندهار د عسکری چوڼی په بندیخانه کی د څلور کاله بندی سوی دی .

په ۱۹۶۵زیږنده کال کی د روڼ اندو په استازیتوب  ولسی جرګی ته کاندیت سوی خودوخت د چارواکود لاسوهنی له امله یی بریالیتوب تر لاسه نه کړای سوای په دغه. وخت کی د مرکزی حکومت له خوا ښا غلی زابلی کندهار ته را ولیږل سوڅو په هره وسیله چی وی د محم د علم بڅرکی دبریالیتوب مخه ونیسی زابلی لومړی دتطمیع لاره خپله کړه او بڅرکی صاحب ته یی د پیسو ورکولو او وړو ماموریتونو وعدی ورکړی څو دی خپل کاندید بیرته  واخلی خو بیاهم هغه د خلکو چوپړ ته ترجیح ور کړه او س طنتی ځواک ته یی سر ټیټ نه کړ .

په ۱۹۷۲ م کال ښاغلی محمد علم بڅرکی ، ښاغلی پوهاندحبیبی او ښاغلی عبدا صمد ویسا دری سره د یوه مکتوب په وسیله د موسي شفیق د صدراعظمی په وخت کی نامطلوبه وبلل سول ،د کارونو څخه ګوښه او تقاعد ته ثوق سول .

په ۱۹۸۰ م کال هغه وخت چی په هیواد کی د ثور د کودتا څخه زیږنده ناخوالی را م ینځ ته سوی بڅرکی صاحب  هم مهاجرت ته اړسو، لومړی پاکستان ته او بیا وروسته ډنمارک او په پای کی هالینډ ته پناهنده سوواود ۲۰۰۲م کال په پای کی په هالیند کی د ۸۳ کالو په عمر په حق ورسیدی. 
محمد علم بڅرکی خپل ټول ژوند دخلکو چوپړ، مطالعو، لیکنو او څیړنو ته وقف کړی ؤ چی یو شمیر زیات آثار ور څخه په میراث پاته سوی دی .

: چاپ سوی اثار

 ـ     د روسیی یرغل پر افغانستان باندی
  ـ  افغانستان می حکمران پارټی .   په اردو ژبه
ـ     ( ټــاج  ) د رابرناټ ټایګور اثر دی چی د اردو ژبی څخه ژباړل سوی دی .
ـ    د خان صاحب محمد ایوب خان سوانح  .
ـ    طلسم عمل کتاب  په پښتو ترجمه او په ط وع افغان ورځپاڼه کی چاپ سوی دی .  
ـ    دهیګل فلسفه  ژباړل سوی اثر دی چی په طلوع افغان کی هم خپور سوی دی.
ـ        د کندهار دمجلی د پنځه کلنی مسؤول مدیرت په وخت کی یی یو شمیر زیات م ضامین لیکلی او خپاره کړی دی
ـ    په کویټه کی د ګهیځ د مجلی د مسؤول مدیرت به وخت کی یی یو شمیر زیات مضامین لیکلی او خپاره کړی دی
ـ    د ښځو تاریخ  د قبل التاریخ ځخه بیا تر نن پوری .

       :  هغه  لیکنی او اثار چی تراوسه نه دی چا پ سوی    

ـ    د حاجی محمد انور خان سوانح
ـ    غربی افکار او نظریات  د انګلیسی څخه ژباړه
ـ   متلونهThe cold and the dark after the world nuclear war ـ 
ـ  ( د اټوم او دهغه د ناوړه اغیزو په هکله د انګلیسی څخه ژباړه ده )                              
    د دووزرو به شاوخا کی هغه راټول سوی پښتو  لغاتونه چی د ښارونو څخه وتلی او په کلیو او بانډو کی  مروج  دی
ـ    بیبلو ګرافی د( الف)  څخه تر(  ي) پوری څلور ټوکه
ـ    کرونو لوژی، د تاریخ نه مخکی زمانی څخه تیا تر نن ورځی پوری پنځه ټوکه ـ    مذهــــب ، د نیاز تیوری اثر د اردو څخه ژباړه.
ـ    د انقلاب تشریځ   لیکنه.
ـ   د ټوکو ټکالو یوه مجموعه چی په هغه کی لڅی او پټ  ټوکی راټولی سوی  دی
ـ    د بڅرکی د شعرونو مجموعه دوه ټوکه .
The csientific family ـ   
    منتخب اشعار
ـ او داسی نور ناچاپه اثار دی  . موږ هیله من یو چی دغه ناچاپ سوی علمی خزانه یو په بل پسی   چاپ او د مینوالو لاسونو ته ورسیږیږی .