له استاد صديق پسرلي سره دخواخوږی پیغامونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22450
دبېنوا اداره
دخبریدو نیټه : 2008-12-14

 د ښاغلي محمد صديق پسرلي درنې کو نۍ ته د خواشينۍ او خواخوږۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر  تر لاسه کړى، چې د هېواد د نازک خياله غزل ليکونکي محمد صديق پسرلي ميرمن او د ايمل پسرلي،اجمل پسرلي، عصمت الله څاروان او اسدالله غضنفر مور بي بي په حق رسيد ې ده.
 د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز بنسټوال الحاج امام الدين ساپى ، د ((ساپي مرکز)) مشر کتونکى عبدالروف قتيل خوږياڼى، مرستيال خليل الله قتيل زوى،خبريال فضل قادر انډيوال او نور مخکښ غړي   د ښاغلي محمد صديق پسرلي له درنې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شريک بولي او له خداى جل جلاله څخه ورته د دې لوى زغم  غوښتنه کوي او خداى بخښلې ته د فردوس جنت دعا کوي.

په درنښت
(د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز)

-----------------------

نظراباد علمي او کلتوري  ټولنې دغمرازۍ پيغام
کل نفس ذائقة الموت
په ډېره خواشينۍ خبر شو چې دهېواد دپېژندل  شوي ليکوال اوشاعر استاد محمدصديق پسرلي مېرمن   او دنوموتي اديب استاد اسدالله غضنفر   مور بي بي په حق ورسېده .   
                                ;               انالله وانا اليه راجعون
 نظراباد علمي او کلتوري  ټولنه په داسې حال کې چې ددې ارواښادې له کورنۍ سره ځان په دې وير کې شريک بولي  هغې ته  دلوى الله  ج له د باره فردوس جنت  ،مغفرت او رحمتونه او دکورنۍ غړيو  ته يې جميل صبر غواړي .
اروايې ښاده اوجنتونه يې په نصيب شه
محمدحسن حقيار
د نظراباد علمي او کلتوري  ټولنې مشر

---------------------------

دخواخوږۍ پيغام  

په خواشنۍ سره مې نن خبر تر لاسه کړ  چې د وتلې ليکوال او ملې څيرې محترم محمد صديق پسر لې صاحب مير م ن او دهيواد تکړه ژورناليستانو ايمل پسر لې عصمت څاروان استاد غضنفر  مور بې بې په حق رسيدلې ده مو نږ په ډنم ارک کې ميشت دوايلې په ولايت افغانان ددوې په غم کې ځان شر يک بولو مر حومې ته دلوې خداې ( ج ) جنت فر دوس غواړو او پاتې کور نۍ ته دجميل صبر غو ښتو نکې يو.

مير  عر ب شاه  چمتو د افغانانو دکلتورې ټو لنې مشر

------------------------------

په ډیری خواشينی سره خبر شوم چی دهيواد دلوی او نوميالی شاعر او ليکوال استادصديق پسرلی ميرمن په حق رسيدلی .
انالله وانا الیه راجعون
زه دځان له خوا او همدارنګه په لندن کی دافغان ليکوالو دفرهنګی ټولنی دمشرتابه جرګه ګی په استازی توب محترم استاد صديق پسرلی ګران ليکوال او لنډه کيسه ليکونکی استاد غضنفر اوکران ليکوال ژورنالست اووياند ايمل پسرلی او ددوی له ټولی کورنی سره په دغه لوی غم کی ځان شريک بولم مرحومی ته دالله له درباره دفردوس جنت او کورنی ته یی دجمیل صبر غوښتنه کوم.
 په درناوی
افضل ټکور
لندن ددسمبر 14

-------------------------------

د سپينې ادې کلتوري ټولنې د خواخوږي پيغام .
په خواشیني سره خبر راورسید چې د هیواد د نوم وتې استاد ښاغلي محمد صدیق پسرلي میرمن په حق رسیدلې ...
درانه استاد محمد صدیق پسرلي او د ښاغلي ټولي کورنۍ سره ځان غمګین احساسوو ، نوموړو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو. او مرحومې ته د جنتونو دعا کوو.
په هرات کې ميښت د سپینې ادې ادبي او کلتوري ځوانانو له لوري ...

------------------------------------

له استاد شاعر محمد صديق پسرلي سره د بایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې  خواخوږي
محمدامین بســــمل
 همدا نن  مو په ډېره خواشیني سره خبر ترلاسه کړ چي د هيواد د وتلي  شاعر استاد  محمد صديق  پس لي مېرمن په حق ورسېده . 

انا لله و انا اله راجعون.
موږ داستاد په دې غم کې ځانونه شریک بولو ،استاد، کورنۍ ، ټولو خپلواو خپلوانو ته یې له  رب  څخه  جمیل صبر او مېرمنې ته  یې فردوس جنت غواړو،

                              &nbs p;                           دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانوکولتوري ټولنه

----------------------------------------------

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوې درنې او پتمنې میرمنې د هغې میرمنې دمرګ خبر ترلاسه کړ چې افغاني ټو نې او افغان فرهنګ ته یې د ګلونو په څیر پوه، خواخوږي، وطنپال او وړ زامن لکه استاد اسدالله غضنفر، ایمل پسرلی، عصمت څاروان، او اجمل پسرلی وړاندې کړي دي .
میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داستادمحمد صدیق پسرلي د درنې او پتمنې مېرمنې د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ننګيالۍ پښتنې مېرمنې ته فردوس جنت په نصيب کړي .
 میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر. درانه استاد پسرلي صيب او د پښتو ادب او مطبوعاتو ځلانده ستورو هريو اسدالله غضنفر،عصمت څاروان ،اجمل پسرلي او ايمل پسرلي د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب  وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغې درنې پښتنې میرمن ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرکار ډله

-------------------------------------------------

په ډيره خواشينۍ سره مو واوريدل، چه دهيوادد نازك خيال غزلبول شاغر او ليكوال استاذ محمد صديق پسرلي مي من له د فاني نړې سره د تل لپاره مخه ښه وكړه ،موژ ارواښادې ته د فردوس جنت او درنې او فر هګنپالې كورنې ته يي د جم يل صبر او زغم غوښتنه كوو


بصيرالله همكار،خوست