په وربل ویب پآڼه کي د ویبلاکونو مسؤل چلوونکو ته !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22503
نظیفه غزل
دخبریدو نیټه : 2008-12-31

په اوربل ویب پاڼه کي د پښتو ویبلاګونو مسول چلوونکو!

 لکه څرنګه چي خبریاست وربل پاڼه د تیر یونیم کال راهسي د یو لړ تخنیکي ستونزو سره سره د مالي ستونزو سره هم مخ وه . خو دپښتو ژبي د وتلي خدمتګار ښاغلي خالدهادي په مالي مرسته موږ په دې تواندلي و چي یونیم کال د وربل سرور یوازي ستاسي د ویبلاګونو لپاره فعال وساتو چي دا لړۍ به دروان کال د دسمبر تر اخیره دوام لري  .

وربل پاڼه چي په امریکا کي د افغاني ښځو یوې ټولني ته به د راتلونکي کال په سره کي و سپارل شي نوموړې ټولنه ددې پاڼي په څنګ کي د ویبلاګونو دشتون مسؤلیت نشي اخستلای .

نو په یره خواشنۍ سره باید ووایو چي د پښتو ویبلاګونو تر ټولو مخکښه او په پښتو کي په لومړي ځل د ویبلاګونو د پدیدې درامنځته کوونکې پښتو ویبپاڼي (وربل ) نور پتیلې ده چي خپل کار ددې کال تر پایه پوري  د غځولو سره خپل دغه وان چوپړ ته دپای ټکی کښېږدي او له تاسو ښاغلو څخه احترامانه هیله لرو چي  ددې کال تر پایه پوري د خپلو ویب اګونو ټول مواد له ځان سره خوندي کاپي کړی او یا ئې  نورو ویبلاګونو ته ولیږدوئ .

باید یادونه وکړو چي د وربل د سرور دمودې (چي د همدې کال تر پایه پوري رسیږي  )تر ختمیدو وروسته د وربل راتلونکې ویب پاڼه ، افغان ولسپال ځوانان ، او د همدې پاڼي مخکني چلوونکي ستاسي د ویبلاګونو د موادو د خوندیتوب تضمین نشي کولای  .

همدا راز د هغو درنو لیکوالو څخه هیله او غوښتنه لرو چي د وربل پښتو ویب پاڼي سره ئې روانه هکاري درلودل او وربل ویب پاڼه ئې د افغاني انلان ژورنالیزم په کتار کي د خپل وخت يوه نوم وتې پاڼه ګرځولې وه . چي په راتلونکي کي دوربل پاڼي سره چي په امریکا کښي به ئې پر وطن او پښتو مئېني مېرمني  چلوي خپله همکاري د تل پشان روانه او جاري وساتي . وربل پاڼه چي یوازي دپښتنو مېرمنو ږغ و همداسي به د پښتونو مېرمنو ږغ پاته شي .

امید دئ چي زموږ ستونزي ستاسي د خوابدی سبب ونه ګرځي

په پښتنه مینه 

د وربل پاڼي مخکنۍ چلوونکې ،  ستاسي خور غزل