ښکروره پيشو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22534
نوراحمد (عايل)
دخبریدو نیټه : 2008-12-19

په چين کې يوه ښځې داسې پيشو ساتلې چې دوه ښکرونه لري ، نورې پيشوګانې له دې پيشو ډارېږي او په وېره او ډار يې له ځنګه تېرېږې .
مېرمن  (ګراني فنګ)  د چين دولتي اژانس ( شين هووا ) ته ووي   په لومړيو کې دخپلې پيشو دوو شيانو ته ځيره شوم ، په چټکۍ سره لوېدل چې په يوه مياشت کې  په دوو لويو ښک ونو بدل شول. دا دوه ښکرونه  هډوکين دي . نوموړې مېرمن زياتوي چې خلک  د پيشو ليدلو ته  کور ته راځي  او زما پيشو په غېږ کې نيسي مينه ورسره کوي ،خو نورې پيشوګانې ترې ډېرې ډارېږي او له ډاره ترې په څو مترۍ کې تېرېږي .
کارپوهان په دې باور دي  چې د داسې يوې پديدې  (ښکارندې) پنځېدل کېداى شي جنيټکي  لاملونه ولري  خو ددې ژوتد ته کوم گواښ او زيان نه لري .