په مونشن ښار کې دری ورځنی ورکشاپ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22539

دخبریدو نیټه : 2008-12-19

د جرمني په مونشن ښار کې اسلامي او کلتوري مرکز د خپ و هڅو او هاند په لړ کې دادی دا ځل د اسلامي ښوونې ، معلوماتي او اړیکتیايي ټکنالوژۍ (Information and Communication Technology) په اړه یو دری ورځنی ورکشاپ په لاره واچوي، دا ورکشاپ چې د همدې مرکز او د افغانستان د ځینو لویو پوهنتونونو (کابل، ننګرهار، کندهار) د استادانو په نوښت او همکارۍ سرته رسیږي، لاندې مسایل به پکې شامل او وڅیړل شي: 1. اسلامي ښوونه او روزنه 2. په افغانستان کې د ښوونې او روزنې او همدارنګه د لوړو زده کړو بهیر ته کتنه 3. پ تې ستونزې، او په ګډه د حل د لارو چارو موندل 4. معلوماتي او اړیکتیايي ټکنالوژي په افغانستان کې 5. ښوونیز بنډار 6. د همدې ټکنالوژۍ په مټ د ورځنیو ستونزو د حل د لارو چارو ښوونه 7. څنګه کولای شو، خپل کم پیوتر خپلو ملي ژبو (پښتو او دري) ته چمتو کړو؟ 8. څنګه کولای شو د کمپیوتر پروګرامونه خپلو ملي ژبو ته وژباړو؟ 9. د هیواد څخه د باندې او د ننه زده کوونکو تر منځ د یوه تړاو رامنځته کول 10. پوښتنې او ځوابونه ستاسو هر یوه راتګ ته ښه راغلاست وایو، خپلې سلامشورې او پوښتنې له ځان سره مه هیروئ. پته: دمونشن ښار سوهیلي برخه دمختل فِنــــــګ سیمــــــــــــه د دریم اوبان تم ځای ماختل فِنـګر ،Machtlfinger Strasse 10 80379 – München نېټــــــــــــــــــــــــــــه : د دوشنبه ورځ، د کال ۲۰۰۸ د دسمبر د میاشتې ۲۲ مه نیټه اړیکې: مولوی صدیق الله فدايي(دمرکز مشر) : ۰۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴، ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ بصیراحمد بهیر(د استادانو په استازیتوب): ۰ ۵۷۷۶۳۰۷۴۲۱